Jun 29, 2024 14:42 Asia/Kabul
  • دحرم مدافعان ،د ایران او د سیمې ژغورونکي

د اسلامی انقلاب  معظم لارښود،دحرم مدافعان یو حیرانونکي  او مهمه ښکارنده او د ایران د اسلامی  جمهوری نظام د نړۍ لید یوه مظاهر وبالۀ.

 د حرم د مدافعانو او مقاومت د شهیدانو د نړیوال کانګرس د ترسره کونکي کمیټې له  غړو سره په کتنې کې د اسلامی انقلاب د وینا متن  چې  د غبرګولې  د میاشتې په دیرشمه نیټه ترسره شوې وه ، نن په مشهد کې د حضرت امام رضا علیه السلام  په حرم کې د دغه کانګرس  دترسره کیدا په ځای کې خپره شوه.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود،په دغې کتنې کې  ټينګار کړی دی، د حرم د مدافعانو په چوکاټ کې  له مختلفو ملیّتونو سره د ځوانانو شتون  وښودله ، اسلامی انقلاب له څلورو لسیزو وروسته، د  انقلاب د  هماغه لومړني ولولناک او حماسي  رول   لوبونې په څير قدرت  لري.

 حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د بریالیتوب په لومړیو کښې د خپلې  شخصي  جذبې او عاطفي حماسې په راژوندي کولو کښې د اسلامی انقلاب د  توان مظاهر ،د حرم د مدافعانو د حرکت  یو اړخ وبالۀ او زیاته یې کړه؛د هغو ځوانانو شتون چې  حضرت امام خمیني  او  د مقدسې دفاع پړاؤ ئې  نه دی  لیدلی ، دحرم ددفاع لپاره،د هماغه  څلور لسیزو مخکې   انقلابی او دیني انګیزو  په توان  رابرسیره کولو کې د اسلامی انقلاب   یو عجیبه  قدرت توان ښئ.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود په هغو  هیوادونو کې د حرم د مدافعو مبارزانو شتون چې دښمن  دهغوی لپاره ډیره خطرناکه  نقشه پلان کړې وه،  د اسلامی انقلاب  د نړۍ لید یو مظاهر وبالۀ او وې وئيل، دښمن  پخپلې پلانونې کې نیّت درلودد سیمې په نیولو  او  په یوۀ وخت په ایران  د سیاسی او اقتصادي  او همداراز عقیدتي او مذهبی  دباؤنو په واردولو سره ، اسلامی نظام له مینځه یوسي،خو  یو شمیر ایمانداروځوانانو  د اسلامی ایران په مرکزیّت سره،د استکبار دغه ډيره لګښتي نقشه  له ماتې سره مخ کړه.  

 دوي همداراز د داعشي تشکیلاتو او له دوي سره د هغو همغږه ډلو ټپلو  غیر انساني او بې رحمه او ځيږ ماهیّت ته په اشارې سره  چې  دامریکا او لویدیځ په تبلیغاتي او وسلوالو ملاتړونو سره راپنځول شوي وې ، ووئيل؛ ددغو تشکیلاتو موخه ، د سیمې په تیره بیا د ایران ناامنه کول ؤؤ خو د حرم مدافعانو  دغه لویه خطره شنډه کړه. د سورئې  له بحران وروسته ،امریکا او صهیونیسټي رژیم په سیمې کې  دبې ثباتۍ او ناامنئ درامینځةکولو او  د ترهه ګرو نیابتي ډلو  څخه د ملاتړ لپاره  عملی ډګر ته وارد شول، خو  په سیمې کې له صهیونیستي –لویدیځي  دسیسې سره د مقابلې لپاره  مخکښ ځواکونه  بې شکه د حرم مدافع ځواکونه وو.

د سورئې بحران  له ۲۰۱۱کاله  د صهیونیسټي رژيم په ګټه د سیمې د  معادلاتو د بدلولو لپاره د ام ریکا او دهغې د متحدانو د ملاتړ وړ ترهه ګرو ډلو په پراخو یرغلونو سره پیل شو. د ایران اسلامی جمهوریت د سورئې  دحکومت په رسمي غوښتې سره   له ترهه ګرو سره په مبارزې کې  دغه هیواد ته د سلاکارئ  مرستې وړاندې کړې. د سورئې پوځ  په نهایت کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سلاکارۍ په مرستو سره او دغه راز د مقاومتي چورلیز د ډلو ټپلو  د  مبارز ځواکونو په پشتیبانۍ سره  وتوانید، پر تکفیری او داعشي ترهه ګرو بریالی شي.

د حرم مدافعانو، د سیمې په بدلونونو کې ټاکونکی رول درلود او د حرم د مدافعانو  د اغیزشیندونکي او دوامدار شتون په علت، په عراق او سورئې کې د  داعش پشمول د هغو ترهه ګرو ډلو ټپلو  چې  لویدیځ له خوا ئې بشپړ ملاتړ کید، دکار او فعالیتونو  پاي شو. د حرم مدافع ځواک ، د ایران د اسلامی جمهوریت  په چورلیزتوب سره ،د هغو ښارونو دفاع وکړه  چې  دترهه ګرو له حملې سره لاس او ګریوان وو.

تکفیري ترهه ګرې ډلې ټپلې ،  د امریکایانو او لویدیځوالو  په مالی او وسلوالو ملاتړونو سره توانیدلې وې،دعراق او سورئې پر ځینو برخو واکمنې شي او په همدې لنډې مودې کې ئې ډیرې پراخې بوږنونکې انساني غمیزې راوپنځولې. د حرم مدافع ځواک  دسردار شهید قاسم سلیماني په بې مخینې منظمونې او هدایت کونې سره وتوانیدل،تکفیری ترهه ګرو ډلو ته نه جبرانیدونکي تاوانونه وارد کړي  او په سورئې اوعراق کې  ولسی او پوځي ځواکونو سره ئې له داعش  سره د مقابلې لپاره ښه ملاتړ وکړي.

په هغو شرائطو کې چې د سیمې ډیر هیوادونه هم  اندیښمن وو چې د داعش او دهغو د لویدیځوالو  ملاتړو د اقداماتو په پراختیا سره ،له امنیتی بحران سره  مخ شي، په سورئې  او عراق کې  له ایرانه لیږل شوي د حرم مدافعو ځواکونو په شجاعت او تل پاتې کیدا سره ، دسیمې امنیت تضمین کړ  او د تکفری ترهه ګرو ډلو ټپلو  د اصلي ملاتړو دسیسې ئې شنډې کړې.

 

 

ټیګونه