افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې
(last modified Sun, 08 Jun 2025 11:05:52 GMT )
Jun 08, 2025 15:35 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې

په کابل کې د ایران سفیر علیرضا بیگدلي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري مرستیال محمد نعیم سره په لیدنه کې، وویل: دا لیدنه د افغان کډوالو د ستونزو د څېړلو او دوه اړخیزو اړیکو پراختیا ته ځانګړې شوې وه.

په دې لیدنه کې، محمد نعیم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې له تاریخي، سیاسي او کلتوري اړخه ژورې بیان کړې، او د ایران له خوا د افغان کډوالو د کوربه توب ستاینه یې وکړه، د دې ملاتړ د دوام غوښتونکی شو او د ګډې همکارۍ پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

بیګدلي هم د ایران د بهرنیو چارو د وزیر وروستي سفر ته په اشارې سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، د دوه اړخیزو همکاریو په لور یو مهم ګام وباله او ویې ویل: ایران د افغانستان لپاره هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی او په مختلفو برخو کې د هر ډول همکارۍ هرکلی کوي.

دواړو خواوو د همکارۍ پر پراختیا او د ګډو تفاهم لیکونو پر دوام ټینګار وکړ او د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره یې د اړینو حل لارو په اړه بحث وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او په افغانستان کې د دې سازمان له مشرې روزا اوتنبایوا سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې د یوناما راپورونه باید د افغانستان واقعیتونه په سمه توګه منعکس کړي. امیر خان متقي همدارنګه په دې لیدنه کې وویل: افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو ملاتړ باید وشي او په اروپا کې د مېشتو افغانانو ستونزې هم باید حل شي.

په دې لیدنه کې، دواړو خواوو د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو او اړتیاوو، په مختلفو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ننګونو او په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې اترې وکړې. متقي د یوناما د روانو مرستو د ستاینې تر ترڅنګ، د دې غوښتنه وکړه چې د افغانستان حکومت باید په اروپا کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته لاسرسی پیدا کړي، څو د دوی د بشري حقونو دفاع وکړي او اړین قونسلي خدمات وړاندې کړي.

اوتونبایوا په دې لیدنه کې ټینګار وکړ چې یوناما هڅه کوي چې بېرته راستنېدونکو ته د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي او د افغانستان دننه د کار فرصتونو رامنځته کولو لپاره د پانګونې د راجلبولو فرصتونه برابر کړي، او دا چې له افغانستان سره نړیوالې مرستې یوازې بشري سکټورونو پورې محدودې نه دي، بلکې پراختیایي سکټورونه هم پکې شامل دي.

په کابل کې د چین سفیر ژائو شینګ، د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې، د افغانستان او چین ترمنځ دوستانه اړیکو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: هغه پروژې چې د چینایي شرکتونو لخوا پلي کېږي، په نږدې راتلونکي کې به د افغانانو لپاره د پام وړ اقتصادي ګټې ولري.

د چین سفیر په دوام سره، په کن مینګ ښار کې د چین - جنوبي آسیا نهم نندارتون (CSA) ترسره کېدو ته اشاره وکړه او په دې نړیوال نندارتون کې د افغان پلاوي شتون یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مثبت ګام وباله.  

عبدالسلام حنفي د چین د سفیر د نظرونو په هرکلي سره وویل چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره، په ځانګړې توګه د چین له خلکو سره رغنده تعامل او همکاري غواړي.

د غزې له خلکو سره د افغانانو د مرستو په دوام کې، یوې خیریه موسسې څلور ځله د غزې  محرومو او مظلومو خلکو ته مرستې لېږلي دي.

د «الخیریة الافغانیة لاغاثه اهل غزة» مؤسسې مشر مولوي عبدالبصیر بت شکن وویل چې دوی تر اوسه پورې څلور ځله غزې ته مرستې لېږلي دي.

دا مرستې د افغانستان د فاریاب، غور، هرات او بادغیس ولایتونو د خیرخواه خلکو لخوا ورکړل شوې او د غزې اوسېدونکو ته لېږل شوې دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټ ایښودونکي حضرت امام خمیني (ره) د ۳۶ تلین په مناسبت، د افغانستان د شیعه علماوو شورا د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره، د دې ورځې د نمانځنې ترڅنګ، د اسلامي نړۍ په معاصر تاریخ کې د ارواښاد امام پر اغېزمن رول باندې ټینګار وکړ.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا د امام خمیني (ره) په مشرۍ د ایران د اسلامي انقلاب مرکزي پیغامونو ته په اشارې سره زیاته کړه: هغوی په ​​ایران کې د 'خپلواکۍ، آزادۍ، اسلامي جمهوریت' په شعار سره، یو نوی سیاسي جوړښت رامنځته کړ او په نړیواله کچه یې د مستضعفانو وېښتیا او د مسلمانانو یووالي' په شعار سره، د اسلامي امت پام، د یووالي اړتیا او د استعمار او صهیونیزم پر وړاندې مبارزې ته راواړوه.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا په پای کې ټینګار وکړ: د امام خمیني افکار لا هم ژوندي دي او د یوه روښانه څراغ په څېر، د هغو ملتونو لاره روښانه کوي چې کرامت، عدالت او له تسلط څخه خلاصون غواړي.

د بې پولې ډاکترانو سازمان (MSF) په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت او د طبي اسانتیاوو د نشتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه. د بې پولې ډاکترانو سازمان همدارنګه په افغانستان کې، په ځانګړې توګه په بامیانو ولایت کې د روغتیايي وضعیت په اړه خبرداری ورکړ.

د بې پولې ډاکترانو سازمان (MSF) اعلان وکړ: په بامیانو ولایت کې زرګونه خلک، په ځانګړې توګه امیندواره مېرمنې او ماشومان، اساسي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري. دې سازمان همدارنګه اعلان وکړ چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې تراوسه، دوی په دې ولایت (بامیان) کې درې کلینیکونه جوړ کړي دي، چې له ۸۰ زره څخه زیاتې معاینې او مشورې، ۸۵۰۰ د امیندوارۍ او زیږون مشورې، او له ۱۵۰ څخه زیاتې خوندي زیږونونه ترسره شوي دي.

د بې پولې ډاکترانو سازمان مخکې ویلي وو چې طبي او روغتیايي پاملرنې او اړتیاوې په افغانستان کې یو له خورا مهمو اوسنیو کمښتونو څخه دي.

په ایران کې د پاکستان سفیر، د انساني قاچاق وړونکو پر وړاندې د ایراني پولیسو له پرېکنده اقدام څخه مننه کړې، چې ۱۰ پاکستاني اتباع  یې د دوی له منګولو څخه خوشې کړل. په ایران کې د پاکستان سفیر محمد مدثر په ایکس ټولنیز شبکه کې په خپله شخصي پاڼه کې لیکلي: دوی ټول خوندي او د سفارت تر ساتنې لاندې دي. موږ پاکستان ته د دوی د بیرته ستنېدو لپاره ترتیبات نیسو.

د پاکستان سفیر دې ته په اشارې سره چې له ​​پاکستاني اتباعو غواړم چې د انساناني قاچاق وړونکو او د هغوی ناوړه اعمال وغندي او د هغوی د دروغجنو ژمنو په جال کې ونه لوېږي، زیاته کړه: ایراني پولیسو په دې غندونکي عمل کې ښکېلې مجرمې ډلې نیولي دي. د انساني قاچاق په مخنیوي کې د ایران او پاکستان ترمنځ همکاري پیاوړې کېږي.

د پاکستان په پېښور کې د امام خمیني (ره) د  ۳۶ تلین په مناسبت په یوه کنفرانس کې، د دې هېواد د مفکرینو، پوهانو او اکاډمیکو کسانو یوې ډلې، د امام فکري او سیاسي اړخونو په بیان سره، د هغوی مکتب یې د نړۍ د عدالت غوښتونکو او مقاومو ملتونو لپاره د ژوندۍ نمونې په توګه معرفي کړ.

د حضرت امام خمیني (ره) د ۳۶ تلین په مناسبت، د "خدمت کول، د امام خمیني په مکتب کې د حکومتولۍ یوه نمونه" تر سرلیک لاندې یو کنفرانس، د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري کور په همکارۍ، د ګڼ شمېر پاکستاني علمي، کلتوري، مذهبي او اکاډمیکو شخصیتونو په ګډون سره، په پېښور کې ترسره شو.

په دې مراسمو کې، چې د خیبر پښتونخوا ایالت مشهورو دیني او اکاډمیکو شخصیتونو پکې برخه اخیستې وه، ویناوالو د امام خمیني پر افکارو او سیاسي چلند په بیاکتنې سره ټینګار وکړ چې د ارواښاد امام مکتب نه یوازې د دیني حکومتولۍ لپاره یو چوکاټ دی، بلکې د هغو ملتونو لپاره یو نړیوال ماډل هم دی چې د خپلواکۍ او عدالت په لټه کې دي او د استکبار پر وړاندې مقاومت غواړي.

دا کنفرانس د پاکستاني استادانو، محصلینو، پوهانو او کلتوري فعالانو له تود هرکلي سره مخ شو، چې د اسلامي نړۍ د فکري او معنوي مشر په توګه د امام خمیني پر لوړ مقام یې بیا ټینګار وکړ.

د پاکستان حکومت د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته د خپلې ریل پټلۍ د شبکې د غځولو پلان تصویب کړ؛ چې د دې پروژې موخه، د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټي اړیکو پیاوړې کول او له نړیوالو ټرانسپورټي لارو سره د ګوادر بندر نښلول دي. د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د دې هېواد د کابینې ناسته کې، د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د پاکستان د ریل پټلۍ د غځولو پلان تصویب شو.

په دې ناسته کې د پاکستان لومړي وزیر، د اورګاډي وزارت ته لارښوونه وکړه چې له ملي اورګاډي شبکې سره د ګوادر بندر نښلولو پروژه په بیړني ډول پلي کړي. دا بندر د پاکستان په سویل کې له ګرمو اوبو سره د نښلولو یو له مهمو نقطو څخه ګڼل کېږي.  

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار هم په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې چین له پاکستان څخه افغانستان او منځنۍ آسیا ته د اورګاډي پټلۍ جوړولو سره موافقه کړې او دا پروژه به د چین - پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) پلان په چوکاټ کې تعقیب شي.

د دې پلان له مخې، پاکستان غواړي چې د افغانستان له لارې د ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان په ګډون د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د خپلو جنوبي بندرونو لاسرسی برابر کړي. دا پروژه همدارنګه کولای شي په سیمه کې د یوې مهمې ټرانزیټي لارې په توګه د پاکستان دریځ لاهم پیاوړی کړي.  

د پاکستان حکومت د لبنان په جنوبي برخو کې د اسرائیلي اشغالګر رژیم د تیري په غندلو سره، له نړیوالې ټولنې څخه د صهیونیسټانو د ځواب ورکولو لپاره د سمدستي اقدام غوښتنه وکړه او د لبنان له خلکو او حکومت سره یې خپل پیوستون څرګند کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي: د پاکستان حکومت د بیروت په څنډو او د لبنان په جنوبي برخو کې د اسرائیلو هوايي بریدونه په کلکه غندي. په دې اعلامیه کې ویل شوي: د اسرائیلو نوی یرغل، چې د لوی اختر په درشل کې ترسره شو، د نړیوالو قوانینو، د لبنان د حاکمیت او د ۲۰۲۴ کال د نوامبر د اوربند تړون ښکاره سرغړونه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه: له زور څخه بې پروا استفاده کول، د ملکي وګړو ژوند ګواښي، سیمه ایزه بې ثباتي زیاتوي او د تلپاتې سولې لپاره هڅې کمزورې کوي؛ پاکستان په دې سخت وخت کې، د لبنان له خلکو او حکومت سره پیوستون څرګندوي.

اسلام آباد له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو او د اوربندله  منځګړو څخه وغوښتل چې د اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو د ځواب ورکولو او د وضعیت د لا زیاتو خرابېدو د مخنیوي لپاره سمدستي اقدام وکړي.

لبناني رسنیو مخکې د بیروت په جنوب کې د اسرائیلو د هوايي برید راپور ورکړی وو، چې په سیمه کې د القائم جومات ته نږدې یوه ودانۍ په نښه کړه.

ژباړه: زماني