ټرمپ: ایلان ماسک خپل عقل له لاسه ورکړی دی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل نږدې امریکایي ملګري ایلان ماسک په اړه ویلي چې نوموړي خپل عقل له لاسه ورکړی او ورسره د خبرو اترو لیوالتیا نه لري.
ټرمپ د جون په ۶مه له یوې شبکې سره په مرکه کې ویلي: ستاسو مطلب هغه سړی دی چې عقل یې له لاسه ورکړی؟ نه، زه له هغه سره د خبرو لیوالتیا نه لرم.
هغه په فاکس نیوز سره په یوه بله مرکه کې ویلي چې "ماسک نور هغه پخوانی سړی نه دی، او له سياېناېن سره یې هغه "یو بدبخته ستونزمن سړی" بللی دی.
دا لفظي شخړه وروسته له هغه توده شوه چې ماسک د اونۍ په پیل کې د ټرمپ لویه اقتصادي لایحه "رسوايي او فاجعهبار" بللې وه.
د سپینې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې ټرمپ له ماسک سره ټلفوني اړیکه لغوه کړې او حتی د تسلا هغه سور موټر پلورلو فکر کوي چې د مارچ په میاشت کې یې له ماسک شرکت څخه اخیستی وو.
د یادونې وړ ده چې له دې جنجال وروسته د ټسلا د ونډو ارزښت له ۱۴ سلنو څخه زیات راټیټ شوی او په یوه ورځ کې یې د بازار ارزښت شاوخوا ۱۰۰ میلیارده ډالره کم شوی دی.
ټرمپ وړاندې ماسک د جفري اپستین، امریکايي پانګوال سره د اړیکو د اسنادو افشا کولو په تور تورن کړی وو، هغه تور چې ماسک رد کړی دی.
ماسک، چې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنیز کمپاین کې د ټرمپ یو له لویو مالي مرسته کوونکو څخه وو، تر اوسه د ولسمشر وروستیو څرګندونو ته نوی غبرګون نه دی ښودلی.