د ایران کورنۍ ټکنالوژي په سیمه کې له وارداتي سیستمونو غوره ده
Aug 06, 2026 14:54 Asia/Kabul
د ایران د دفاع او وسلهوالو ځواکونو د ملاتړ وزارت سرپرست، سردار سیدمجید ابنالرضا وایي، هغه کسان چې د وارداتي وسایلو له لارې د امنیت او پوځي برلاسۍ د ترلاسه کولو هڅه کوي، ډېر ژر به پوه شي چې د ایران کورنۍ ټکنالوژي په سیمه کې له هر وارداتي سیستم څخه غوره ده.
ابنالرضا په خپله ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې هره ورځ د دښمن د وړتیا د کمزورۍ نښې لا ډېرې څرګندېږي، خو د ایران وسلهوال ځواکونه د دغه هېواد د دفاعي صنعت پر مټ د هر ډول ګواښ پر وړاندې د ځواب ورکولو لپاره کافي امکانات لري.
هغه ټینګار کړی چې ایران د خپل دفاعي صنعت او کورنیو تخنیکي وړتیاوو په تکیا کولو سره هڅه کوي چې خپلې دفاعي اړتیاوې پوره کړي او د بهرنیو پوځي تجهیزاتو پر واردولو خپله اړتیا کمه کړي.
ټیګونه