د پاکستان تحریک انصاف ګوند په بیلابیلو ښارونو کښې مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i176208-د_پاکستان_تحریک_انصاف_ګوند_په_بیلابیلو_ښارونو_کښې_مظاهرې_وکړې
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خپل ګوند د بنسټګر عمران خان د زنداني کیدا د دریو کلونو د بشپړیدا په مناسبت په کراچۍ، حیدراباد، میرپور خاص، لاهور، راولپنډۍ، ملتان، پیښور او میانوالي کښې په پراخه سویه توره ورځ ولمانځله
(last modified 2026-08-06T09:57:28+00:00 )
Aug 06, 2026 14:23 Asia/Kabul
  • د پاکستان تحریک انصاف ګوند په بیلابیلو ښارونو کښې مظاهرې وکړې

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خپل ګوند د بنسټګر عمران خان د زنداني کیدا د دریو کلونو د بشپړیدا په مناسبت په کراچۍ، حیدراباد، میرپور خاص، لاهور، راولپنډۍ، ملتان، پیښور او میانوالي کښې په پراخه سویه توره ورځ ولمانځله

 او په کراچۍ کښې په فواره چوک کښې یې یوه اعتراضیه مظاهره وکړه او پولیسو مظاهره چیان په سوټیو او کوتکو باندې ووهل او د تحریک انصاف ډیر کسان یې ونیول.

په لاهور کښې هم د تحریک انصاف ګوند کارکونکو او وکیلانو اعتراضیه غونډه وکړه او د عمران خان په ملاتړ کښې یې شعارونه ورکړل او مظاهره چیانو له پولیسو سره شخړه وکړه او پولیسو هم یوشمیر اعتراض کونکي ونیول.

د تحریک انصاف ګوند مظاهره چیانو په ننیو مظاهرو کښې چې ګڼ شمیر عادي ښاریزو هم پکښې ګډون وکړ د عمران خان د سمدستي خوشي کولو ، د اساسي قانون او د قانون د بلا دستۍ د لرلو، د ګرانۍ د ختمولو او د خلکو د مینډیټ د بیرته ګرځولو او په هیواد کښې د حقیقي جمهوریت د ټینګولو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان له تیرو دریو کلونو راهسې په زندان کښې دي او اوس د دغه ګوند کارکونکي او د هیواد ډیرې خلک د عمران خان د زر تر زره د خوشي کولو غوښتنه کوي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي چې عمران خان د امریکا په غوښتنه زنداني شوی دی او د پاکستان  حکومت د امریکا غلام دی او دوې د حکومت د زر تر زره د استعفا کولو غوښتنه وکړه.