فارسي، د تمدن ژبه؛ شپږمه برخه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i176210-فارسي_د_تمدن_ژبه_شپږمه_برخه
 «فارسي، د تمدن ژبه» د مطلب درنو لوستونکو!  هغه فرهنګي سفر چې د یوې ژبې له کلمو تېرېږي او د تاریخ، تمدن او د انسان د فکر تر ژورو پورې رسېږي.
(last modified 2026-08-06T10:10:21+00:00 )
Aug 06, 2026 14:36 Asia/Kabul
  • فارسي، د تمدن ژبه؛ شپږمه برخه

 «فارسي، د تمدن ژبه» د مطلب درنو لوستونکو!  هغه فرهنګي سفر چې د یوې ژبې له کلمو تېرېږي او د تاریخ، تمدن او د انسان د فکر تر ژورو پورې رسېږي.

په نننۍ شپږمه برخه کې به د هندواروپايي ژبو د سترې کورنۍ په اوږده سفر کې یو ګام نور هم وړاندې ولاړ شو، څو د هغو لرغونو ریښو په موندلو کې له موږ سره ملګري شئ چې د فارسي ژبې د تاریخ یوه مهمه برخه ترې راټوکېدلې ده.

دا ژبه د ایران د خلکو اصلي ژبه ده او د پاکستان، افغانستان، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، اذربایجان او عراق د ځینو سیمو خلک هم پرې خبرې کوي.

که تاسو هم د فارسي ژبې د ریښو، تاریخ او د ایران په فرهنګ او تمدن کې د هغې د ځای پېژندنې لېوالتیا لرئ، نو بلنه درکوو چې په دې علمي او فرهنګي سفر کې له موږ سره ملګري شئ.

نو راځئ، د ژبې په دې لرغوني او له رازونو ډک سفر کې مو ملتیا وکړئ.

 

په تېرو برخو کې مو وویل چې فارسي، کردي، یوناني، انګلیسي، الماني، روسي، هندي او ډېرې نورې ژبې ټولې د یوې ګډې مورنۍ ژبې، چې «لومړنۍ هندواروپايي ژبه» نومېږي، له ریښو سرچینه اخلي؛ هغه ژبه چې ترې هېڅ لیکلی اثر نه دی پاتې، خو ژبپوهانو د بېلابېلو ژبو د دقیقې پرتله کولو له لارې د هغې ځینې برخې بېرته رغولې دي.

د بنسټیزو کلمو او ګرامري جوړښتونو ورته‌والی ښيي چې دغه ژبې په یوه زمانه کې یوه ګډه ژبه وه او وروسته د کډوالۍ، جغرافیایي واټنونو او تاریخي بدلونونو له امله، هرې یوې خپلې ځانګړې لارې ته دوام ورکړ.

له همدې امله، د ژبې د تاریخ مطالعه یوازې د کلمو څېړنه نه ده، بلکې د انسان، تمدنونو او د ملتونو د کډون د تاریخ یوه برخه هم راڅرګندوي.  اوس چې د هندواروپايي ژبو د کورنۍ له بېلابېلو څانګو سره اشنا شوو، ګام پر ګام به ایراني څانګې او په پای کې د فارسي ژبې تاریخ ته نږدې شو.   که نن د نړۍ نقشې ته وګورو، د هندواروپايي ژبو حیرانوونکې پراختیا تر هر څه ډېره زموږ پام ځانته را اړوي.

د اروپا له لوېدیځو څنډو څخه د همالیا تر لمنو، د بریتانیا له ټاپوګانو څخه د ایران تر فلات او د هند تر ځمکو پورې، میلیونونه انسانان په هغو ژبو خبرې کوي چې سره له ډېرو توپیرونو، ټولې ګډې ریښې لري.  ښایي د دغو خلکو هېڅ یو د ورځني خبرو پر مهال دې ته فکر ونه کړي چې د دوی ژبه زرګونه کاله وړاندې د هماغې ونې یوه څانګه وه چې نن ورځ فارسي هم د هغې له څانګو څخه ګڼل کېږي.  خو دا ستره ونه څنګه رامنځته شوه؟  ایا هندواروپايي قومونه په یو ځل د دې پراخې سیمې په ټولو برخو کې خپاره شول؟   بېشکه داسې نه وه.  د دغو قومونو کډوالي یوه تدریجي او څو پېړۍ اوږده پروسه وه. یوه ډله لوېدیځ ته ولاړه، بله د جنوب پر لور روانه شوه او ځینو نورو ختیځ ته کډه وکړه.

 هره کډوالي یوازې د انسانانو له یوه ځایه بل ځای ته لېږد نه و؛ بلکې هغوی له ځان سره خپله ژبه، باورونه، د ژوند طرز او فرهنګ هم لېږداوه.

د دغو سترو کډوالیو په اوږدو کې هره ډله له نورو خلکو سره مخ کېده؛ کله یې ورسره سوداګري کوله، کله یې د هغوی تر څنګ ژوند کاوه او کله به هم د دوی ترمنځ جګړې رامنځته کېدې.

دغو ټولو پېښو پر ژبه هم اغېز کاوه.   نوې کلمې به ژبې ته داخلېدې، ځینې لرغونې کلمې به له منځه تللې او ان کله ناکله به د غږونو د تلفظ طریقه هم بدلېده.   له همدې امله، د نن ورځې هېڅ یوه ژبه د هغې مورنۍ ژبې بشپړ انځور نه دی؛ هره یوه یې د پخواني تېر وخت یوازې یوه برخه له ځان سره ساتلې ده. له همدې ځایه موږ یوې بلې مهمې موضوع ته هم رسېږو؛ ژبې ولاړې او جامدې موجودې نه دي.

ژبې هم د انسانانو په څېر ژوند کوي، وده کوي، بدلېږي او کله ناکله له منځه هم ځي.  د بشر په تاریخ کې ډېرې داسې ژبې رامنځته شوې چې نن یې هېڅ ویونکی نه لري.   له هغوی څخه یوازې څو ډبرلیکونه، د خټو څو تختۍ یا د تاریخ‌لیکونکو په اثارو کې څو خپرې شوې جملې پاتې دي.

خو همدا لږ پاتې شوني کله ناکله دومره ارزښتمن وي چې د ژبپوهنې د څېړنو مسیر بدلوي. د دې موضوع روښانه بېلګه په تېرو دوو پېړیو کې د ځینو لرغونو ژبو موندل دي.   تر دې وړاندې ژبپوهانو د هندواروپايي ژبو له کورنۍ څخه یوازې څو پېژندل شوې څانګې پېژندلې، خو د نوو کتیبو او اسنادو موندنو وښودله چې دا کورنۍ تر هغه څه ډېره پراخه ده چې تر هغه وخته یې تصور کېده.

لکه د یوې سترې معما یوه ټوټه؛ هره نوې موندنه د هندواروپايي ژبو د لرغوني تاریخ انځور لا روښانه کوي. یوه خبره باید تل په یاد ولرو او هغه دا چې تاریخي ژبپوهنه پر اټکلونو او ګومانونو ولاړه نه ده.

هره نظریه باید له ژبنیو شواهدو سره سمون ولري.

که یوه کلمه په څو ژبو کې په ورته بڼه لیدل کېږي، څېړونکی باید وښيي چې دغه ورته‌والی د غږونو د تحول له پېژندل شویو قوانینو سره سمون لري.  یوازې په دې صورت کې د ژبو د خپلوۍ خبره کېدای شي.   که داسې نه وي، د کلمو ورته‌والی ښایي یوازې تصادف وي یا یوه ژبه یې له بلې ژبې څخه پور کړي وي.

د بېلګې په توګه، نن په فارسي ژبه کې د «تلفن»، «رادیو»، «تلویزیون»، «بانک» او «اتومبیل» په څېر کلمې شته.  دغه کلمې له اروپايي ژبو سره ګډې دي، خو هېڅ ژبپوه دا د فارسي ژبې له انګلیسي یا فرانسوي ژبې سره د خپلولۍ دلیل نه ګڼي؛ ځکه څرګنده ده چې دغه کلمې په معاصره دوره کې فارسي ته داخلې شوې دي.

خو کله چې د «مور»، «ورور»، «غاښ»، «نوم»، «دوه»، «درې» په څېر کلمې یا د «کېدل» فعل جوړښت په بېلابېلو ژبو کې له یو بل سره په دقیق نظم ورته‌والی ولري، موضوع بیخي توپیر کوي؛ ځکه دغه کلمې د هرې ژبې له تر ټولو بنسټیزو عناصرو څخه دي او معمولاً له بلې ژبې څخه نه پور کېږي.

همدې علمي دقت د دې لامل شوی چې نن ورځ د هندواروپايي ژبو د کورنۍ نظریه د تاریخي ژبپوهنې له تر ټولو پیاوړو نظریو څخه وګڼل شي.  البته لا هم د ډېرو جزئیاتو په اړه د نظر اختلاف شته؛ لکه د لومړنیو هندواروپايي قومونو د اوسېدنې دقیق ځای او یا د هغوی د کډوالۍ د پیل وخت.

خو د دغو ژبو خپلوي اوس نوره د شک وړ موضوع نه ده.

ښایي د فارسي‌ژبو خلکو لپاره د دغو څېړنو تر ټولو مهمه پایله دا وي چې د فارسي ژبې تاریخ تر هغې ډېر لرغونی دی چې یوازې د هغې د لیکلي اثارو له مخې یې درک کولی شو.

د فارسي مخینه یوازې تر هخامنشي یا ساساني دورې پورې محدوده نه ده، بلکې ریښې یې زرګونه کاله وړاندې او د هندواروپايي قومونو ګډې ژبې ته رسېږي. له همدې امله، د دې ژبنۍ کورنۍ مطالعه په حقیقت کې د فارسي ژبې د تاریخ د پېژندنې لپاره سریزه ده.

تر هغه چې د خپلو ‌کورنيو ژبو په منځ کې د فارسي ځای ونه پېژنو، د هغې د تحول د مسیر درک کول به هم ستونزمن وي.  له بلې خوا، د دې سترې ژبنۍ کورنۍ پېژندنه د فارسي ژبې په اړه زموږ لیدلوری هم بدلوي. ډېر هغه ځانګړنې چې نن یې په فارسي کې وینو، یوازې د دې ژبې ځانګړنې نه دي؛ بلکې د یوه ګډ میراث پاتې شوني دي چې زرګونه کاله وړاندې رامنځته شوی و.

ان کله ناکله د فارسي او هغو ژبو ترمنځ داسې اړیکې موندل کېږي چې نن ورځ موږ ته ډېرې لرې ښکاري او په لومړي نظر یې منل ستونزمن وي.

دغه اړیکې ښيي چې د ژبو تاریخ تر هغه څه ډېر پېچلی او په عین حال کې ډېر حیرانوونکی دی چې موږ یې په لومړي نظر تصور کوو.

اوس چې د هندواروپايي ژبو د کورنۍ، مورنۍ ژبې او د دې کورنۍ د رامنځته کېدو له څرنګوالي سره اشنا شوو، وخت رارسېدلی چې د دې سترې ونې څانګو ته ورشو.

هره څانګه خپله ځانګړې کیسه لري؛ ځینې یې یوازې په څو لرغونو کتیبو کې پېژندل شوې، ځینې د زرګونو کلونو لپاره د علم او فلسفې ژبې پاتې شوې او ځینې نورې لا هم میلیونونه ویونکي لري.

د دغو څانګو پېژندنه یوازې د څو ژبو د نومونو مرور نه دی، بلکې د بشري تمدن د تاریخ زړه ته یو سفر دی؛ داسې سفر چې په پای کې به موږ ایراني څانګې او له هغې وروسته د فارسي ژبې تاریخ ته ورسوي.  په راتلونکې برخه کې به دا سفر د هندواروپايي ژبو د کورنۍ له تر ټولو لرغونو پېژندل شویو څانګو څخه پیل کړو؛ هغه ژبې چې ځینې یې تر شاوخوا یوې پېړۍ وړاندې ان د پوهانو لپاره هم ناشناخته وې.

خو د څو خټینو تختیو او څو خطي نسخو موندنې د نړۍ د ژبو په تاریخ کې د هغوی ځای روښانه کړ.

له حِتّي ژبې (Hittite) چې په لرغوني اناتولي کې وغوړېده، تر هغې حیرانوونکې تُخاري ژبې (Tocharian) چې د منځنۍ اسیا په لرې پرتو دښتو کې وموندل شوه، موږ به ووینو چې څنګه هرې نوې موندنې د هندواروپايي ژبو تېر تاریخ ته یوه نوې کړکۍ پرانیسته او د ژبپوهنې د څېړنو مسیر یې بدل کړ.

او له همدې ځایه به ورو ورو هغې څانګې ته نږدې شو چې په پای کې ایراني ژبو او له هغې وروسته فارسي ژبې ته رسېږي؛ هغې ژبې ته چې تاریخ یې یوازې له څو پېړیو یا څو زرو کلونو نه، بلکې د نړۍ د یوې له تر ټولو لرغونو او پراخو ژبنیو کورنیو له زړه څخه پیلېږي.

د «فارسي، د تمدن ژبه» د نني مطلب سفر هم تر دې ځایه راورسېد. موږ د ژبو له لرغونې ونې، د هغې له ګډو ریښو او د تاریخ په اوږدو کې د انسانانو له کډون سره د ژبو د بدلون له کیسې سره ملګري شو.

ژبه یوازې کلمې نه دي؛ ژبه د یوه ملت حافظه، د یوه تمدن غږ او د نسلونو ترمنځ هغه پُل دی چې تېر له نن او نن له راتلونکي سره نښلوي.

تر بلې برخې پورې، د کلمو، تاریخ او تمدن په دې ښکلي سفر کې مو ملګرتیا زموږ ویاړ دی.

له موږ سره پاتې شئ، ځکه د فارسي ژبې د لرغونو ریښو کیسه لا پای ته نه ده رسېدلې.

تر بلې خپرونې پورې، خدای مو مل شه!