Jun 30, 2024 07:14 Asia/Kabul
  • د نړیوال مقاومت جبهې ته د انقلاب د ستر رهبر لیدلوری ډېر لوړ دی

د افغانستان د سیاسي او کلتوري چارو کارپوه وویل: د مقاومت د جبهې او د حرم د مدافعانو په اړه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر نظر، یو نړیوال، پراخ او بین المذاهبي نظر دی.

د افغانستان د سیاسي او کلتوري چارو کارپوه محمد مختاري وویل: د حرم د مدافع شهیدانو په ستاینه او قدرونه کې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه يي نظر ، د نړۍ د آزادو ملتونو لپاره د یوې تګلارې په توګه مطرح ده.

مختاري زیاته کړه: نن ورځ د مقاومت جبهه، د مقاومت او استکبار ضد  د تفکر په توګه، چې په سیمه کې رامنځته شوې، د ټول بشریت لپاره به اغېزې او برکتونه ولري.

افغان سياسي او کلتوري کارپوه وويل: د حرم مدافعين، د نړۍ په سياسي-امنيتي ادبياتو کې يوه نوې اصطلاح ده، چې له  نړيوال استکبار سره د مقابلې او د نړۍ په ځانګړې توګه د فلسطين له مظلومانو څخه د دفاع په موخه جوړه شوې ده.

مختاري ټینګار وکړ: په دغو مبارزو کې هغه شهیدان ورکړل شول، چې د هغوی په سر کې، د مقاومت د جبهې د بنسټګر په توګه شهید جنرال قاسم سلیماني (د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو پخوانی قوماندان) وو.

مختاري د داعش د وحشیانه، ظالمانه او غیر انساني سازمان په اړه چې هدف یې د سیمې او ایران ناامنه کول وو، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر څرګندونو ته په اشارې سره زیاته کړه: د نړۍ مستکبران او د دوی په سر کې امریکا کې، په دې لټه کې دي چې داعش د نړۍ په هېوادونو کې ډېری جنایتونه ترسره کړي.

ټیګونه