Jun 30, 2024 12:29 Asia/Kabul
  • د فلسطنییانو دکورونو په کنډوالو د بدلیدا غمجنه ټریجیډي

پارس ټوډې – داسرائيلو چارواکو،فلسطینۍ کورنۍ په نیواکي قدس کې د خپلو کورونو ورانولو ته مجبوره کړي دي.

اسرائيلي چارواکو په یوې خبرتیا کې له فلسطینیانو  غوښتي څو خپل کورونه دې پخپله وران کړي، که داسې نه وي نو اسرائيلي چارواکي به ئې ورانول  او درندې جرمانې په  نظر کې ونیسي.

پارس ټوډې راپور ورکړی،تردې دمهد اسرائیلي چارواکو له خو ا د ښار په هغې پخوانۍ سیمې کې  چې الاقصی جومات پکې واقع شوی دی ، د 200 فلسطینیو کورنیو  لپاره  د اسرائيلي چارواکو له خوا  د ورانیدا خبرتیا خپره شوې ده.

اسرائيلي چارواکي چې په نیواکي فلسطین کې د  فلسطینیانو لپاره  د پراختیا د مجوزونو په زمینې کې خنډونه جوړوي، او تقریبا  د فلسطنیانو ټوله  غوښتې رودي،د فلسطینیانو زرګونه کورونه،دمجوز نه لرلو په دلیل په ورانولو ګواښي.

فلسطینیو  سرچینو وئیلي دي،چې له 1969  کال څخه  تراوسه پورې د اسرائيلی عسکرو په لاس  په ختیځي قدس برخې کې یوازې  د فلسطینیانو څه دپاسه5 کورونه  وران شوي دي. فلسطینیانو  داسرائيلیانو دغه اقدام د صهیونیسټانو  له خوا د ښار  یهودي کولو  او د ویرولو  د سیاستونو یوه برخه  ګڼلې ده. دقدس ښاروالۍ د کورونو د ورانولو  زیاتره لګښتونه له هغو کسانو څخه  چې کورونه ورانیږي، اخلي .

د وئيلو ده ،د اسرائیلو د پلازمینې په توګه د قدس ښار د رسمیّت پيژندنې په باب د ۲۰۱۷کال ددسمبر په شپږمه نیټه  د امریکا د وخت د کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ  له څرګندونو وروسته په نیواکي قدس کې د فلسطینیانو د کورونو ورانول  او په دغه ښار کې  د ښارګوټو  پراختیا  په اوڅاره توګه زیاته شوې ده.  

 

ټیګونه