Jun 30, 2024 13:58 Asia/Kabul
  • باقری کني؛په ایران په کیمیائي حملې کې د صدام ملاتړي هیوادونه،اوس د  اسرائيلي جنایتکارو ملاتړي دي

پارس  ټوډې – د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست د ایران د سردشت ښار د کیمیائي بمبارئ د کلیزې د رارسیدا په مناسبت پخپل پیغام کې روښانه کړې ده؛د ایران په ضد د کیمیائي وسلو د کارونکو افسرانو مسئولانو،مرستیالانو او عاملانو سزا کول به د وخت له تیریدا کومه ګټه ونه کړي او دا هماغه  جنایتکار او  رټونکي دي.

دعراق بعثي رژيم د ۱۹۸۷کال د جون په اته ویشتمه نیټه  د ایران ددشمال لویدیځ  آذربایجان غربی  ولایت  د سردشت ولسوالۍ په څلورو ګڼو ګوڼو سیمو باندې له کیمیائي  بمونو څخه په  استفادې سره بمباري وکړه چې په دغې کیمیائي حملې کې  یو سل  نولس  عام کسان شهیدان  او څه دپاسه اته زره نور د زهرجنو ګیسو  له خطرې سره  لاس او ګریوان و ټپيان شول.

پارس  ټوډې  راپور ورکړی  د ایران د اسلامی جمهوریت  د خارجه  وزارت سرپرست علی باقري کني،په یولړ څرګندونو کې ووئيل؛ملی او نړیوالې محکمې  باید د کیمیائي قربانیانو  د معنوي او مادي حقوقو د پوره کولو او د کیمیائي جنایتکارو  ځواب وئيلو ته په اړ کولوکې   پخپل مسئولیّت عمل وکړي.

باقري کني روښانه کړې ده ؛له کیمیائي او میکروبی  وسلو سره د مبارزې د ملي ورځې په توګه  د سردشت ښار د کیمیائي بمبارۍ دکلیزې  د ورځې له ټاکلو څخه موخه  ددغه واقعیّت ښودنه کوي چې د ایران اسلامی جمهوریت  هم په اوسمهاله تاریخ کې د کیمیائي وسلو څخه د پراخې استفادې ترټولو لوي قرباني  دی او هم له دغو وسلو سره په جدي مخالفت کې  پریکنده  اراده لري.

د ایران د خارجه وزارت سرپرست زیاته کړې ده ؛ د اروپائي  هیوادونو په تیره بیا د  جرمني ، هالنډ او انګلستان د ځينو حکومتونو او اروپائي شرکتونوپه تخنیکی او  علمی مادي اغیزشیندونکي  ملاتړونو اود صدام رژيم له پوځي عملیاتوڅځه د امریکا او انګلستان د پراخو سیاسی او پوځي او ډيپلوماټيکو  ملاتړونو باندې  په تکیې سره په ایران باندې په حملې کې د عراق د بعثي رژيم  په وسیله له کیمیائي وسلو څخه پراخه استفاده ممکنه شوه.

باقري کني ټينګار وکړهغه هیوادونه  چې په بشپړ ډول ئې د سردشت ښار د مظلومو میرمنو او ماشومانو پشمول د ایران په ضد له کیمیائي وسلو څخه  د استفادې او تولید  لباره د  عراق  د بعثي  دیکتاتوري رژيم څخه بشپړ ملاتړ کړی، اوس په بشپړ ډول  د په غزې کې د اسرائيلي جنایتکار رژيم  د جنګي جنایتونو  او نسل وژنې  په وحشیتوب کې  نیغ په نیغه شریک دي.

 

ټیګونه