Jun 30, 2024 11:49 Asia/Kabul
  • د ایران ولس به په راتلونکي جمعې د ولسمشرۍ څوکۍ چا ته وسپاري؟

پارس  ټو ډې د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو په شمیرل کیدا سره په څلورو کاندیدانو کې یوه کاندید هم تر ۵۰+۱ راي نه دي ګټلي.د اساسی قانون په اساس  به په لومړي لمبر دوه کاندیدان یعني مسعود پزشکیان او سعید جلیلي  د ولسمشرۍ  دانتخاباتو په دوهمې مرحلې کې سره سیالي وکړي.

زمونږخبریال د ایرنا له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت د انتخاباتو  د کمیشن ویندوي محسن اسلامی څو شیبې مخکې د خبریالانو په ټول کې  د ایران د ولسمشرۍ د څوارلسم  پړاؤ د انتخاباتو نهائي نتیجو په اعلانولو سره ووئيل،  په څلورو کاندیدانو کې یوه کاندید هم تر ۵۰+۱ راي نه دي ګټلي  داساسی قانون په اساس  به په لومړي لمبر دوه کاندیدان یعني مسعود پزشکیان او سعید جلیلي د ولسمشرۍ  دانتخاباتو په دوهمې مرحلې کې سره سیالي وکړي.

 هغه ووئيل،په درست ایران کې د رایو اخستنې  په ۵۸ زره ۶۴۰ حوزو کې  راي شمیرل شوي دي چې ټو ل ټال ۲۴ میلیون  پنځه لکه  پنځه دیرش زره او یو سل پنځه اتیا راي اچول شوي دي، چې په هغو کې مسعود پزشکیان ۱۰میلیون څلور لکه پنځلس زره  او نهه سوه یو نوي راي  او په دوهم لمبر هم سعید جلیلي ، نهه میلیون څلور لکه درې  اویا زره   او دوه سوه اته نوي راي ګټلي  دي دغه راز په دریم لمبر هم محمد باقر قالیباف درې میلیون درې لکه درې اتیا زره  دوه سوه اته نوي راي او مصطفی پور محمدي هم  دوه لکه شپږ زره  درې سوه اوه نوي راي ګټلي دي.

د انتخاباتو د کمیشن ویندوي دغه راز ووئيل په راتلونکي جمعې ورځې یعني د چنګاښ د میاشتې په پنځلسمه نیټه به د ولسمشرۍ د انتخاباتو د څوارلسم پړاؤ دوهمه مرحله په درست ایران کې  ترسره شي.

مسعود پژشکیان او سعید جلیلي  مخینه په ګډه سره وینو.

مسعود پزشکیان 

ډاکټر مسعود پزشکیان  دتبریز د طبي پوهنتون مشر ، د زړه د جرحۍ متخصص، د ایران د  روغتیا او سلامتیا د چارو  د وزارت مرستیال،دتبریز، آذرشهر او اسکو د خلکو له خوا د مجلس یا پارلیمان د اتم،نهم،لسم، یولسم،دولسم پړاؤنو استازی  پاتې شوی دی.

د سعید جلیلي  علمي او کاري مخینه ؛

سعید جلیلي  د  سیاسی علومو پي ایچ ډي لري  او  د ایران د  خارجه وزارت په مختلفو برخو کې د شتون،د اروپا او امریکائي چارو مرستیال،د اسلامی ایران د ولسمشرۍ مرستیال، د ایران دایټمی مرکچي ټیم  مشر،د ایران د  نظام د مصلحت پيژندونکي ټولنې غړی او د ولی فقیه نماینده، د ایران د ملی امنیت د عالی شورا منشي او د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراټژيکې  شورا یو مسئول پاتې شوی دی.  

 

ټیګونه