Jun 29, 2024 14:50 Asia/Kabul
  •     د  تهران  ولس د غزې د شهیدانو د کورنیو  کوربتوب کوي

پارس ټوډې -  د ایران د  تهران خلک د طوفان الاقصی ناڅاپي  عملیاتو  د غزې د اوسیدونکو شهیدانو د کورنیو  په ورین  تندي سره کوربتوب کوي.

اسرائيلو  د ۲۰۲۳کال د اکتوبر له اومې نیټې  څخه د  امریکا په بشپړ ملاتړ او د  نړیوالو او بشری حقوقو  د  اورګانونو د سترګو په وړاندې ، په غزې باندې په څاروي ډوله حملې سره  په دې سیمې کې د فلسطین د بې دفاع خلکو نسل وژنې ته مخه کړه  چې هماغه راز دوام لري.

پارس ټوډې راپور ورکوي،  د تهران  خلک  سبا دوشنبې ورخې  د طوفان الاقصی جنګ  د غزې د شهیدانو د  کورنیو کوربتوب او په ورین تندي سره هرکلی کوي.

 په راتلونکو شپو ورځو کې  د غزې د شهیدانو یوشمیر کورنۍ  چې له غزې څخه د سیمې د ځینو هیوادونو له لارې ویستل شوي دي، تهران ته به په سفر راشي.

د وئیلو ده چې  په غزې تړانګې  د وحشي اسرائيلو  د حملو له پیل راهسې تر وروستیو پورې  په  دغو وحشي ډوله جنایتونو کې  څه دپاسه ۳۷زره فلسطینیان شهیدان  او څه دپاسه ۸۶ زره نور ټپیان شوي دي چې زیاتره  قربانیان ئې میرمنې او ماشومان دي.

 

ټیګونه