Jul 01, 2024 06:20 Asia/Kabul
  • د دوحې په غونډه کې د ګډون موخه د افغانستان په اړه د ایران د دريځونو او اندېښنو وضاحت دی

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په دوحه کې د هېوادونو د ځانګړو استازو په غونډه کې د خپل ګډون موخه، د افغانستان په اړه د تهران د دريځونو او اندېښنو وضاحت بللی دی.

نوموړي پرون (یکشنبه، ۱۰ د چنګاښ) پر ایکس په خپله پاڼه کې ليکلي: «په غونډه کې زموږ موخه د دريځونو وضاحت، د افغانستان په اړه د تهران د اندېښنو انتقال او د ملګرو ملتونو او ګډون کوونکو هېوادونو استازو ته په هېواد کې د حاضرو اتباعو (کډوالو) په تړاو د ايران د اسلامي جمهوریت د انسان دوستانه سياستونو وضاحت دی.»

قمي لیکلي، چې د افغانستان او سیمې د پېچلو او خطرناکو شرایطو له امله، اړتیا ده چې له ټولو اړخونو سره هر اړخیزې خبرې وشي.

ده هیله څرګنده کړې چې را روان مذاکرات به د افغانستان د خلکو درد او کړاو راکم کړي او سوله، ټيکاو، پایداره  پرمختګ او داسې حکومت به رامنځته کړي، چې د پردو له لاسوهنې پرته د خلکو د ارادې پر اساس رامنځته شوی وي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوحې په اصلي مذاکراتو کې د افغانستان ښځې او د مدني ټولنې استازي ګډون نه لري.

ويل کېږي چې د دوحې د غونډې اجنډا پر اقتصادي مسایلو او له نشه يي توکو سره پر مبارزې راټولېږي.

ټیګونه