د افغانستان سرپرست حکومت په محرم میاشت کې د عزادارۍ دستورو د امنیت دتامینولو ژمنتیا وکړه
د افغانستان د هرات ولایت د اوقافو،حج،ارشاد ادارې په دغه ولایت کې د حسینی عاشورا د دستورو دترسره کیدا لپاره د غږملتیا په خاطر د یوې غونډې د ترسره کیدا خبر ورکړی دی.
ایرناخبری اژانس راپور راکړ،د افغانستان د هرات ولایت د امر باالمعروف او نهی از منکر د ادارې مشر ټينګار کړی چې د افغانستان سرپرست حکومت د محرم میاشتې د عزادارۍ د دستورو د امنیت په تامینولو سره ژمنتیا وښودله.
د افغانستان د هرات ولایت د اوقافو،حج،ارشاد ادارې په دغه ولایت کې د حسینی عاشورا د دستورو دترسره کیدا لپاره د غږملتیا په خاطر د یوې غونډې د ترسره کیدا خبر ورکړی دی.
د افغانستان دهرات ولایت د اوقافو،حج،ارشاد ادارې مشر شیخ عزیزالرحمن المهاجر په دغې ناستې کې ووئيل حکومت هڅه کوي څو د عاشورا په شپو ورځو کې له اندیښنو پرته د تیر کال په شان د امن په قضا کې ترسره شي.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې د عاشورا پیغام د وحدت پیغام دی.ټینګار وکړ،دینی عالمان باید د عاشورا په ورځې د پیغمبر اکرم د آل رشادتونه او د وحدت پیغام خلکو ته بیان کړي.
د افغانستان د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ د ادارې مشر مولوی احمد ا... متقي هم ووئيل، امنیت ترټولو مهمه موضوع ده او سرپرست حکومت د عاشورا د شپو ورځو دامنیت تامینولو ته ژمن دی. هغه دغه راز زیاته کړې ده ، په مذهبی شپو ورځو په تیره بیا دعاشورا په ورځ دامنیت تامینول د حکومت یو جدی مسئولیّت دی څو خلک په ښه انداز سره دغه سپيڅلي ورځ ولمانځي
د افغانستان د هرات ولایت د اهل تشیّع عالمانو هم په دغې ناستې کې هیله ښودلې چې سږکال هم د و حدت په اساس او په امنیت سره د حسنی عاشورا دعزادارۍ دستورې په ښه انداز سره ترسره شي.