د فلسطین آزادي او له امریکائي سلطې د سیمې ژغورل ،نهائی بریالیتوب دی
د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي ووئیل،نهائي بریالیتوب د فلسطین آزادي او د امریکا له سلطې دسیمې ازادول او ژغورل دي.
ایسنا خبری آژانس راپورورکړ، د لبنان د حزب ا ... ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا... په مشهد مقدس کې د مقاومتي جبهې او د حرم ددفاع کونکو شهیدانو دنړیوال سمینار لپاره په یوه پیغام کې د امریکا له سلطې څخه دسیمې د آزادولو او ژغورلو لپاره په وړاندې د لارې په انځورولو سره ووئیل؛ د مونږ ولسی مبارزې او ملاتړونه د لوي او نهائي بریالیتوب په لاره کې یعني د صهیونیسټانو له نیواکه د فلسطین آزادول او د امریکا له سلطې د درستې سیمې ژغورل دي.
سید حسن نصر ا... ددغه نهائي بریالیتوب لازمه،له ستړیا پرته د هڅې او جهاد دوام وبالۀ او روښانه ئې کړه ، لازمه ده چې په دې باب الهي وعده چې صادق مومنان بریالي کیږي، ډاډ او بشپړ یقین ولرل شو.
د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي په غزې تړانګې کې د صهیونیستي رژيم جنایتونو ته او دلسګونو زره بېګناه خلکو شهادت ته په اشرې سره چې زیاتره ئې شهیدان او میرمنې دي ،ووئيل، اوس په غزې تړانګې کې د مونږ خوئيندې او وروڼه په کډوالۍ ،لوږې ، کلابندۍ او نسل وژنې سره مخامخ دي او د مقاومت جبهې په تیره بیا په لبنان،یمن او عراق کې دمقاومتي جبهې ورسره مرستې کوي.
د مقاومتي چورلیز او د حرم د مدافعو شهیدانو نړیوال کانګرس نن په مشهد کې د حضرت امام رضا علیه السلام په سپيڅلي حرم کې د اوو نورو هیوادونو څخه د حرم د مدافعو شهیدانو د کورنیو په شتون سره روان دی.