د حرم مدافعان، د ایران او سیمې ژغورونکي دي
حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د بریالیتوب په لومړیو کښې د خپلې شخصي جذبې او عاطفي حماسې په راژوندي کولو کښې د اسلامی انقلاب د توان مظاهر ،د حرم د مدافعانو د حرکت یو اړخ وبالۀ او زیاته یې کړه؛د هغو ځوانانو شتون چې حضرت امام خمیني او د مقدسې دفاع پړاؤ ئې نه دی لیدلی ، دحرم ددفاع لپاره،د هماغه څلور لسیزو مخکې انقلابی او دیني انګیزو په توان رابرسیره کولو کې د اسلامی انقلاب یو عجیبه قدرت توان ښئ.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه ايد حرم د مدافعانو و مقاومتی شهیدانو د نړیوال کانګرس د ترسره کونکو کمیټې له غړو سره په کتنې کې، د حرم مدافعان یوه حیرانونکي ښکارنده او د اسلامی جمهوری نظام د نړۍ لید یو مظاهر وبلل او ټينګار ئې وکړ، د حرم د مدافعانو په چوکاټ کې له مختلفو ملیّتونو سره د ځوانانو شتون وښودله، اسلامی انقلاب له څلورو لسیزو وروسته، د انقلاب د هماغه لومړنۍ ولولناک او حماسي رول لوبونې په څير قدرت لري.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د بریالیتوب په لومړیو کښې د خپلې شخصي جذبې او عاطفي حماسې په راژوندي کولو کښې د اسلامی انقلاب د توان مظاهر،د حرم د مدافعانو د حرکت یو اړخ وبالۀ او زیاته یې کړه؛د هغو ځوانانو شتون چې حضرت امام خمیني او د مقدسې دفاع پړاؤ ئې نه دی لیدلی ، دحرم ددفاع لپاره،د هماغه څلور لسیزو مخکې انقلابی او دیني انګیزو په توان رابرسیره کولو کې د اسلامی انقلاب یو عجیبه قدرت توان ښئ.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په هغو هیوادونو کې د حرم د مدافعو مبارزانو شتون چې دښمن دهغوی لپاره ډیره خطرناکه نقشه پلان کړې وه، د اسلامی انقلاب د نړۍ لید یو مظاهر وبالۀ او وې وئيل، دښمن پخپلې پلانونې کې نیّت درلودد سیمې په نیولو او په یوۀ وخت په ایران د سیاسی او اقتصادي او همداراز عقیدتي او مذهبی دباؤنو په واردولو سره، اسلامی نظام له مینځه یوسي،خو یو شمیر ایمانداروځوانانو د اسلامی ایران په مرکزیّت سره،د استکبار دغه ډيره لګښتي نقشه له ماتې سره مخ کړه.
دوي همداراز د داعشي تشکیلاتو او له دوي سره د هغو همغږه ډلو ټپلو غیرانساني او بې رحمه او ځيږ ماهیّت ته په اشارې سره چې د امریکا او لویدیځ په تبلیغاتي او وسلوالو ملاتړونو سره راپنځول شوي وې ، ووئيل؛ ددغو تشکیلاتو موخه ، د سیمې په تیره بیا د ایران ناامنه کول ؤؤ خو د حرم مدافعانو دغه لویه خطره شنډه کړه.
حضرت ایت ا...العظمی سید علی خامنه اي دغزې د خلکو په دفاع کې د امریکا د پوهنتونونو د محصیلینو حرکت، په دنیا کې د پاکو وجدانونو د شتون یوه نمونه وبلله او زیاته ئې کړه ، مهمه داده، د حرم ددفاع دغه پیغام چې په حقیقت کې د انسانیّت له آرمانونو څخه د فاع ده ،په دنیا کې د پاکو وجدانونو غوږونو ته ورسیږي.
د حرم د دفاع کونکو او مقاومتي شهیدانو نړیوال کانګرس دترسره کونکي کمیټې له غړو سره په کتنې کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د وینا متن چې د جون په نولسمه نیټه ترسره شوې وه ، نن په مشهد کې د امام رضا په سپڅلي حرم کې د دغه کانګرس په ترسره کونکي ځاي کې خپره شوه.