يو صهيونيستي پوځي له ايران سره د همکارۍ په تور نيول شوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i163346
پارس تودی - د صهيونيستي رژيم پوليسو او استخباراتو ادعا کړې چې يو پوځي يې د ايران له اسلامي جمهوريت سره د همکاریو په تور نيولی دی.
(last modified 2025-08-11T08:13:15+00:00 )
Aug 11, 2025 12:40 Asia/Kabul
  • يو صهيونيستي پوځي له ايران سره د همکارۍ په تور نيول شوی

پارس تودی - د صهيونيستي رژيم پوليسو او استخباراتو ادعا کړې چې يو پوځي يې د ايران له اسلامي جمهوريت سره د همکاریو په تور نيولی دی.

عبري رسنيو خبر ورکړی چې د صهیونیستي رژیم پوليسو او شاباک امنیتي ادارې په يوه ګډ بيان کې ويلي چې د دې رژيم يو پوځي يې د ايران لپاره د جاسوسۍ په تور نيولی دی.

په دې بيان کې ويل شوي چې نيول شوي کس د خپلې دندې په موده کې د ايران لپاره څو ماموريتونه تر سره کړي او معلومات يې تهران ته ليږدولي دي.

د صهيونيستي رژيم امنيتي چارواکو دا قضيه «يوه ډېره خطرناکه پېښه» بللې او ويلي يې دي چې د ليږدول شويو معلوماتو د کچې او د دې شبکې له نورو احتمالي اړوندو کسانو د پېژندلو لپاره پلټنې روانې دي.

صهيونيستي رژيم تراوسه د دې پوځي د هويت يا د ادعا شويو شواهدو په اړه نور جزييات نه دي ورکړي او يوازې د نيول کېدو خبریې  خپور کړی دی.

په عبري رسنيو کې هم د دغو تورونو په اړه هېڅ مشخص سند يا قضايي تاييد نه دی خپور شوی.

دا په داسي حال کې دی چي صهیونیستي رژیم په دې وروستیو کې ایران سره د همکاریو په تور ګڼ شمېر کسان یې نیولي دي  چې زياتره يې پرته له قضايي روښانتيا او يوازې په رسنيو پورې محدود پاتې شوي دي.