پاکستان کې ۹ پولیس او ۱۵ وسله وال وژل شوي
Jul 07, 2026 14:28 Asia/Kabul
د پاکستان د بلوچستان ایالت زیارت ولسوالۍ په یوه امنیتي پوسته د وسلهوالو په برید کې ۹ پولیس وژل شوي او د تصفیوي عملیاتو پر مهال ۱۵ وسلهوال هم وژل شوي دي.
د زیارت امنیه قومندانۍ ویلي، وسلهوالو د منګي سیمې د پولیسو پر پوسته برید وکړ چې له امله یې د ډزو په تبادله کې ۹ پولیس ووژل شول.
د وژل شویو پولیسو جسدونه د ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.
د چارواکو په وینا، بریدګرو پنځه پولیس له ځان سره هم بیولي وو، خو وروسته د بلوچستان حکومت ویاند اعلان وکړ چې د عملیاتو پر مهال ۱۵ وسلهوال وژل شوي او د افسرانو په ګډون یو شمېر تښتول شوي پولیس بېرته ژغورل شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دغه برید غندلی او ویلي، برید د "هند له ملاتړ برخمنو ترهګرو" ترسره کړی دی.
ټیګونه