عراقچي: له ګواښونو سره، د وروستي توافق لپاره خبرې اترې نه پیلېږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174946-عراقچي_له_ګواښونو_سره_د_وروستي_توافق_لپاره_خبرې_اترې_نه_پیلېږي
​​​​​​​پارس ټوډی-  د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ د اسلامي انقلاب د شهید مشر د جنازې په مراسمو کې له ګډون وروسته په یوه پیغام کې لیکلي: نه د ایران ویاړلي ولس او نه د دغه هېواد زړورو وسله‌والو ځواکونو هېڅ ګواښ ته وېره ښودلې ده.
(last modified 2026-07-07T08:40:13+00:00 )
Jul 07, 2026 13:01 Asia/Kabul
  • د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي
    د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي

​​​​​​​پارس ټوډی-  د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ د اسلامي انقلاب د شهید مشر د جنازې په مراسمو کې له ګډون وروسته په یوه پیغام کې لیکلي: نه د ایران ویاړلي ولس او نه د دغه هېواد زړورو وسله‌والو ځواکونو هېڅ ګواښ ته وېره ښودلې ده.

د پارس ټوډی د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په خپل پیغام کې ټینګار کړی: «میلیونونو ویاړمنو ایرانیانو د یووالي او همغږۍ له مخې راټول شول، څو د اسلامي انقلاب د شهید مشر حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌يي او د هغه تلپاتې میراث ته درناوی وکړي. نه هغوی او نه د ایران زړورو وسله‌والو ځواکونو له هېڅ ګواښ څخه په زړه کې وېره ځای کړې ده

عراقچي زیاته کړې: «د تفاهم‌لیک ۱۳مه ماده په بشپړه توګه روښانه او څرګنده ده: تر هغه چې پر ایران ګواښونه دوام ولري، د وروستي توافق د ترلاسه کولو لپاره د ایران او امریکا خبرې اترې نه پیلېږي

هغه ټینګار کړی: «خپل لاسلیک ته ژمن پاتې شئ