پاکستان د الجزیرې په ګډون پر نړیوالو رسنیو ولې محدودیت لګولی؟
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i176230-پاکستان_د_الجزیرې_په_ګډون_پر_نړیوالو_رسنیو_ولې_محدودیت_لګولی
زمونږ خبریال وايي پاکستانیو چارواکو هلته د نړیوالو رسنیو پر خبر جوړونې نوي‌ بندیزونه لګولي دي چې له امله یې د خبریالانو بنسټونو سختې نیوکې پارولې دي. د حکومت د نوو "سپارښتنو" له مخې، د پاکستانیو په ګډون هر خبریال چې له دې وروسته له اسلام اباد، کراچۍ او لاهور پرته کومې بلې سیمې څخه رپوټ ورکوي، باید مخکې له مخکې یې اجازه ترلاسه کړي.
(last modified 2026-08-06T23:53:42+00:00 )
Aug 07, 2026 04:20 Asia/Kabul
  • پاکستان د الجزیرې په ګډون پر نړیوالو رسنیو ولې محدودیت لګولی؟

زمونږ خبریال وايي پاکستانیو چارواکو هلته د نړیوالو رسنیو پر خبر جوړونې نوي‌ بندیزونه لګولي دي چې له امله یې د خبریالانو بنسټونو سختې نیوکې پارولې دي. د حکومت د نوو "سپارښتنو" له مخې، د پاکستانیو په ګډون هر خبریال چې له دې وروسته له اسلام اباد، کراچۍ او لاهور پرته کومې بلې سیمې څخه رپوټ ورکوي، باید مخکې له مخکې یې اجازه ترلاسه کړي.

د دې معنا دا ده چې اوس به د ډېریو نړیوالو رسنیو خبري پوښښ په دې پورې تړلی وي چې چارواکي کله او څه وخت هغوی ته د خبر جوړونې اجازه ورکوي.

پاکستان اوسمهال د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې د ۱۸۰ هېوادونو ترمنځ ۱۵۳ ځای لري.

سیاستوال او مبصر مصطفی نواز کوکر د نوو بندیزونو په اړه وايي: "وار د مخه محدود شوي چاپېریال کې دا نوې سپارښتنې د نړیوالو رسنیو د مرۍ خپه کولو په څېر دي."

پر رسنیو محدودیتونه کومه نوې خبره نه ده خو ډېر کله په داسې حالاتو کې تر نړیوالو رسنیو د هلته شته کورنۍ رسنۍ ډېرې له فشار سره مخامخ وي.

ښاغلی کوکر وايي، "د خپلواکو او بې‌پرې خبرونو ترلاسه کولو لپاره د عامو خلکو سترګې نړیوالو رسنیو ته وي. په دې ډول بندیزونو سره د غلطو معلوماتو او جعلي خبرونو خپرولو ته لا ډېره لار هوارېږي".

د پاکستان حکومت څه وايي؟

د پاکستان حکومت وايي چې د تېرې یکشنبې په ورځ خپرې شوې "لارښوونې" پر رسنیو د محدودیت لپاره نه دي. بلکې په وینا یې، دا د دې لپاره یوه "اداري تګلاره" ده چې د رسنیو تصدیق وشي او معلوماتو ته په لاس‌رسي او ورته د اړین ملاتړ په برابرولو کې مرسته وشي.

دغو نوو مقرراتو ته د "۲۰۲۶ کال، بهرنیو رسنیو ته د اسانچارۍ لارښوونې" نوم ورکړل شوی او دا نه ده پکې سپينه شوې چې یوې رسنۍ ته به د خبري پوښښ لپاره د اجازې ورکړه څومره وخت نیسي. دغه اجازه‌لیک ته په پاکستان کې د عدم اعتراض اجازه‌لیک یا (اېن‌او‌سي) وايي.

"په ۴۰ کلونو کې مې داسې بندیزونه نه وو لیدلي"

په پاکستان کې د انګرېزۍ ورځپاڼې (ډان) مدیر ظفر عباس وايي چې، "دا بندیزونه د خندا وړ دي او هېڅکله د منلو نه دي".

د ده په وینا، "له ۴۰ کلونو ډېره موده کېږي چې زه په دغه هېواد کې خبریالي کوم او د دوو پوځي ولسمشرانو او د څو استبدادي رژيمونو پرمهال مې هم خبریالي کړې ده خو هېڅکله مې د اوس غوندې بندیزونه نه وو لیدلي".

ښاغلی عباس زیاتوي، "دا د خبریالانو د ازاد تګ‌راتګ ترڅنګ خپلواکې خبریالۍ ته هم تاوان رسوي چې له دوی غوښتل کېږي چې له درو لویو ښارونو بهر د کاري سفر لپاره د اېن‌او‌سي اخیستلو ته مجبور دي".

خو حکومت بیا وايي چې دا د خلکو پر تګ‌راتګ بشپړ یا عمومي بندیز نه دی.

د پاکستان حکومت له لوري په دې نوو محدودیتونو کې دا ګواښ هم شوی چې که د کوم خبریال خبري پوښښ "د پاکستان ایډیالوژۍ، حاکمیت، امنیت او یا د عامه نظم پر ضد" وګڼل شي نو اجازه‌لیک یې لغوه کېدای شي.