شهباز شریف: له افغانستان څخه د راټوکېدلي ترهګرۍ ګواښ زیات شوی دی
Sep 26, 2026 12:55 Asia/Kabul
شهباز شریف: له افغانستان څخه د راټوکېدلي ترهګرۍ ګواښ زیات شوی دی
شهباز شریف له ګوترش سره په لیدنه کې ویلي چې له افغانستان څخه راټوکېدلې ترهګري زیاته شوې ده.
د فارس خبري اژانس د خبر له مخې، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترش سره په لیدنه کې ادعا کړې چې د افغانستان له خاورې څخه راټوکېدلې ترهګري په څرګند ډول زیاته شوې ده.
دغه لیدنه پرون جمعه، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د غونډې په څنډه کې ترسره شوه.
خو طالبانو بیابیا ویلي چې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله فعاله نه ده او اجازه به ورنه کړي چې د دغه هېواد له خاورې څخه د بل هېواد پر ضد فعالیت وشي.
ټیګونه