فولاد مبارکه د تولید تاریخي ریکارډ مات کړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i176268-فولاد_مبارکه_د_تولید_تاریخي_ریکارډ_مات_کړ
د ایران د فولاد مبارکه صنعتي ډلې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې، د انرژۍ او زیربنایي محدودیتونو سره، سره، د تولید په بېلابېلو برخو کې نوي ریکارډونه ثبت کړي دي.
(last modified 2026-08-08T01:17:54+00:00 )
Aug 08, 2026 05:45 Asia/Kabul
  • فولاد مبارکه د تولید تاریخي ریکارډ مات کړ

د ایران د فولاد مبارکه صنعتي ډلې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې، د انرژۍ او زیربنایي محدودیتونو سره، سره، د تولید په بېلابېلو برخو کې نوي ریکارډونه ثبت کړي دي.

د دې ډلې د معلوماتو له مخې، په یاد کال کې یې له ۱۰.۸ میلیونه ټنو څخه ډېر خام فولادتولید کړي چې د دغه شرکت په تاریخ کې تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.

دغه راز، فولاد مبارکې ۵.۲۲ میلیونه ټنه ګرمې پاڼې، ۷.۵ میلیونه ټنه تختال او ۸.۲۳ میلیونه ټنه اسفنجي اوسپنه تولید کړې ده.