امریکايي مجله: ایران د ټرمپ  تش ګواښونه درک کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i176256-امریکايي_مجله_ایران_د_ټرمپ_تش_ګواښونه_درک_کړی_دی
پارس‌ ټوډی  ـ  امریکايي مجلې «اتلانټیک» د پنجشنبې په ورځ لیکلي، چې ایران د ډونالډ ټرمپ بلوف یا تش ګواښونه درک کړي دي.
(last modified 2026-08-08T00:36:14+00:00 )
Aug 08, 2026 05:04 Asia/Kabul
  • امریکايي مجله: ایران د ټرمپ  تش ګواښونه درک کړی دی

پارس‌ ټوډی  ـ  امریکايي مجلې «اتلانټیک» د پنجشنبې په ورځ لیکلي، چې ایران د ډونالډ ټرمپ بلوف یا تش ګواښونه درک کړي دي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، «اتلانټیک» مجلې په یوه راپور کې لیکلي چې ایران په وروستیو میاشتو کې څو ځله د ډونالډ ټرمپ ګواښونه له پامه غورځولي او د امریکا د ولسمشر د ګواښونو او د هغو د عملي کولو د توان یا ارادې ترمنځ د واټن په درک کولو سره یې په جګړه کې نوښت په لاس کې اخیستی دی.

د راپور مهم ټکي په لاندې ډول دي:

 ۱- تهران ګواښونه جدي نه نیسي

اتلانټیک لیکي، ټرمپ څو ځله ایران د ویجاړولو ګواښ کړی او څو ځله یې هم د بریا خبره کړې، خو له دې ګواښونو څخه هېڅ یوه هغه پایله نه ده لرلې چې نوموړي یې تمه درلوده.

ایران د ټرمپ د ګواښونو په له پامه غورځولو سره، په تدریجي ډول ښودلې چې د هغه د خبرو او د واشنګټن د واقعي اقداماتو ترمنځ واټن شته.

 

۲- ټرمپ د خپلو ګواښونو په دام کې

 

د اتلانټیک په لیکنه، ټرمپ له یوې سختې دوه‌لارې سره مخ دی: یا باید د جګړې د پراخولو په اړه له خپلو ګواښونو شاتګ وکړي او ایران ته اجازه ورکړي چې له جګړې لا پیاوړی ووځي، یا باید د خپلو ګواښونو د اعتبار د ثابتولو لپاره د جګړې لا خطرناکې مرحلې ته داخل شي.

 

۳- د ټرمپ شرمېدو ښکاره شوی

اتلانټیک وایي، ټرمپ چې معمولاً له رسوایۍ او سیاسي تېروتنو څخه د تېرېدو د پام وړ وړتیا لري، دا ځل د خجالت  او احساساتي غبرګون نښې ښيي.

لیکوال باور لري چې د ایران د جګړې ناکامۍ، د نورو وروستیو ماتو ترڅنګ، د ټرمپ هغه پخوانۍ وړتیا کمزورې کړې چې خپلې تېروتنې له پامه وغورځوي او له هغو تېر شي.

 

 ۴- د امریکا متحدین شاته شول

د اتلانټیک په لیکنه، ټرمپ له ایران څخه د نویو پراخو بریدونو د امر صادرولو په درشل کې و، خو د سعودي عربستان په ګډون له سیمه‌ییزو متحدینو له اړیکو او د ایران د غبرګون له اندېښنې وروسته یې له دې پرېکړې شاتګ وکړ.

دغه موضوع وښوده چې حتی هغه مهال چې ټرمپ غواړي جګړه پراخه کړي، د ایران د ځواب بیې کولای شي هغه او د هغه متحدین شاتګ ته اړ کړي.

 

 ۵- هرمز د بن‌بست په نښه بدل شوی

اتلانټیک لیکي، ټرمپ په وروستیو ورځو کې ادعا کړې وه چې د هرمز تنګي به ډېر ژر پرانیستل شي او خبرې اترې پرمختګ کوي، خو تهران دا ادعا رد کړه او لږ وروسته په دغه تنګي کې پر یوې بلې بېړۍ برید وشو.

 

د راپور له نظره، دا پېښه د ټرمپ د روایت او د جګړې د واقعي وضعیت ترمنځ د واټن یوه څرګنده بېلګه ده.

 

۶- پایله

اتلانټیک د داسې ولسمشر انځور وړاندې کوي چې ګواښونه یې نور پر تهران هغه پخوانی اغېز نه لري.

ایران د ټرمپ د ادعاوو په ردولو، د هغه د ګواښونو په له پامه غورځولو او په هرمز تنګي کې د فشار په دوام سره ښودلې چې داسې ښکاري د واشنګټن بلوف یا ګواښ یې درک کړی دی.

پایله داسې وضعیت دی چې ټرمپ د خپلو ګواښونو د اعتبار د ساتلو لپاره یا باید د جګړې بیه لوړه کړي، یا د سیاسي شاتګ په منلو سره له جګړې څخه د وتلو لاره پیدا کړي.