د شهید رهبر د جنازې څو میلیوني مراسم؛ پیغامونه او کړن لارې(تبصره)
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174996-د_شهید_رهبر_د_جنازې_څو_میلیوني_مراسم_پیغامونه_او_کړن_لارې(تبصره)
پارس تودی- د اسلامي انقلاب د شهید رهبر حضرت ایت الله خامنه ای پیکر د ایران د خلګو په میلیوني حضور او همدارنګه په تهران او قم کې د سیمې د هیوادونو د ځینو خلګو په ګډون سره، تر سره شو.
(last modified 2026-07-08T08:03:53+00:00 )
Jul 08, 2026 12:05 Asia/Kabul
  • د شهید رهبر د جنازې څو میلیوني مراسم؛ پیغامونه او کړن لارې(تبصره)

پارس تودی- د اسلامي انقلاب د شهید رهبر حضرت ایت الله خامنه ای پیکر د ایران د خلګو په میلیوني حضور او همدارنګه په تهران او قم کې د سیمې د هیوادونو د ځینو خلګو په ګډون سره، تر سره شو.

پارس تودی- د اسلامي انقلاب د شهید رهبر حضرت ایت الله  العظمی امام خامنه ای پاکه جنازه  د ایران د خلکو په میلیوني شتون او همدارنګه په تهران او قم  او بیا په نجف اشرف ا و کربلا کې د سیمې د هیوادونو د میلیونونو خلکو  په ولولناک  ګډون سره، تر سره شوه او ټاکل شوې ده چې په پنجشنبې ورځې  په مشهد مقدس کې له حماسی بدرګې وروسته بلاخره هم د حضرت امام رضا علیه السلام په سپيڅلي حرم کې خاورو ته وسپارل شي.

 د دغو مراسمو میلیوني ګډون مهم پیغامونه له ځان سره لرلي دي . د میلیونونو خلکو د  ګډون یو  مهم  پیغام دا دی، چې د ایران  وا سیمې خلک باور لري، د اسلامي انقلاب شهید رهبر خپل ټول عمر د اسلام، وحدت او یووالي، اسلامي انقلاب او د اسلامي ایران د عزت  او اتحاد  او پت د ساتنې په لاره کې تېر کړ. د خلکو میلیوني شتون، د اسلام او ایران لپاره د شهید رهبر د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو د قدردانۍ څرګندونه وه؛ یوه داسې مبارزه چې تر خپلې وروستۍ سلګۍ او د خپلې کورنۍ تر قرباني کولو پورې ئې ورته دوام ورکړ.

د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې د خلکو څو میلیوني ګډون بل مهم پیغام دا ؤ، چې دوی په نوي پړاو کې د هغه بزرګوار  د لارې او فکر د دوام پر اړتیا ټینګار کړی. په حقیقت کې، د خلکو دغه پراخ شتون دا څرګندوي، چې د ایران ولس له ټولو دباؤنو او ګواښونو سره سره، لا هم د اسلامي انقلاب پر آرمانونو ټینګ او ثابت ولاړ دی.

په همدې تړاو، رویټرز خبري اژانس د شهید امام، آیت‌الله سید علي خامنه‌اي د جنازې مراسم یوازې ملي  الوداع ونه بلله، بلکې دا  ئې د ایران د مقاومت او د سیمې د نوي نظم نښه وبلله. دغې برېتانوي رسانۍ لیکلي، چې په تهران کې د «عزادارانو میلیوني شتون او سیلاب» امریکا او اسرائیلو ته دا پیغام ورکړ، چې د ایران داسلامي جمهوریت د ناکامولو لپاره د هغوی هڅې ناکامې شوې دي.

رویټرز زیاته کړې ده: «ایران، د هغه جنګ   پاي ته له رسېدو وروسته چې د فرورۍ په ۲۸  د امریکا او اسرائیلو په بریدونو سره پیل شوی ؤ، د دې پر ځای چې کمزوری ښکاره شي، ځان ئې د یوه مقاوم، متحد او د خپلې راتلونکي  لارې  د ټاکلو لپاره د هوډمن هېواد په توګه نړۍ ته وړاندې کړ.

د ایران د خلکو په پېژندګلوی کې د امریکائي او اسرائیلي چارواکو د بې وسئ بیا ځلې ښکاره کېدل د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې د خلکو د څو میلیوني ګډون بل مهم پیغام و. په داسې حال کې چې امریکا او صهیونیستي رژیم د ۱۲ ورځني او ۴۰ ورځني جنګ په دې ناسم تصوّر پیل کړې وې، چې ګواکې د ایران خلک د خپل نظام ملاتړ نه کوي او حکومت لږ ټولنیز ملاتړ لري، د شهید رهبر د جنازې څو میلیوني ګډون نه یوازې دا انګېرنه ناسمه ثابته کړه، بلکې وې ښودله چې د ایران ولس  لا هم د اسلامي جمهوریت د قدرت تر ټولو مهمه ستنې ده.

دغه پراخ  شتون دا مهم پیغام هم درلود، چې د اسلامي انقلاب دښمنان، په ځانګړي ډول امریکا او صهیونیستي رژیم، لا هم د ایران د خلکو په اړه سمه پېژندنه او درک نه لري او خپلې شننې د ناسمو معلوماتو او د مخالفو بهیرونو  د روایتونو پر بنسټ تنظیموي. دوی باید  اوس د حقیقت اصلي انځور د تهران، قم او د ایران د نورو ښارونو په کوڅو او واټونو کې حتی په نجف او کربلا  او نورو ګاونډیو کې ولټوي.

د دغو مراسمو بل مهم پیغام، پر مراسمو واکمن بې‌ساری امنیت و. په داسې حال کې چې ټرمپ د ۴۰ ورځني جنګ پر مهال ادعا کړې وه، چې ایران به د ډبرین   پړاؤ زمانې ته بېرته وګرځوي، میلیونونو کسانو د تهران او قم  او دغه راز د نجف اشرف  او کربلا   ښارونو په واټونو کې د شهید رهبر او ولی فقیه د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ، پرته له دې چې کومه امنیتي پېښه رامنځته شي، او د مراسمو امنیت هم په تر ټولو لوړه کچه تأمین شوی و.

د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې د خلکو څو میلیوني شتون  مهمې نتیجې او اغېزې هم لرلې. له مهمو اغېزو څخه ئې یوه دا وه، چې د ایران د اسلامي جمهوریت مخه نیوونکې قدرت ئې نړۍ ته وښود. مخه نیوونکې قدرت  معمولاً په پوځي، استخباراتي او ټیکنالوجیکي برخو کې تعریفېږي، خو اوس د  ولس پراخ شتون  هم د مخه نیوونکې قدرت یوه مهمه برخه وګرځېدله.

له دغو اغېزو څخه بله دا وه، چې وښودل شوه د ایران اسلامي جمهوریت هم دا وړتیا لري، چې د خلکو د میلیوني شتون پر مهال د ښارونو امنیت تأمین کړي او خپل شهید رهبر  په  احترام او عزت سره بدرګه کړي، او هم‌مهاله د دښمن له ګواښونو سره هم پرېکنده مقابله وکړي او اجازت  ور نه کړي، چې د ترهګرو ډلو له‌خوا سرحدونه او د امریکا د دسیسو له لارې  هرمز تنګی ناامنه شي.

د جنازې د مراسمو د ترسره کېدو پر مهال، د ایران د اسلامي جمهوریت وسله‌وال  ځواک په سرحدي سیمو کې ترهګرو ډلو ته سخت او پرېکنده ځواب ورکړ او په هرمز تنګي کې ئې هم امریکا ته اجازت ور نه کړ ، چې د بېړیو د تګ راتګ لپاره نوي ترتیبات وضع کړي.