په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دوه نیول شوي کارکوونکي خوشې شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i176872-په_افغانستان_کې_د_ملګرو_ملتونو_دوه_نیول_شوي_کارکوونکي_خوشې_شول
 ملګرو ملتونو پرون د پنجشنبې په ورځ فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د افغانستان استخباراتي ادارې د ملګرو ملتونو دوه کارکوونکي، چې څه باندې یوه اونۍ مخکې نیول شوي وو، خوشي کړي دي.
(last modified 2026-08-21T00:29:39+00:00 )
Aug 21, 2026 04:55 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دوه نیول شوي کارکوونکي خوشې شول

 ملګرو ملتونو پرون د پنجشنبې په ورځ فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د افغانستان استخباراتي ادارې د ملګرو ملتونو دوه کارکوونکي، چې څه باندې یوه اونۍ مخکې نیول شوي وو، خوشي کړي دي.

د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (UNAMA) د معلوماتو له مخې، دا دوه افغان کارکوونکي په روانه اګست میاشت کښې په هرات ولایت کې نیول شوي وو، خو افغان چارواکو د هغوی د نیول کېدو لپاره کوم دلیل نه و وړاندې کړی.

د یوناما یوه ویاند فرانس پریس ته ویلي: «د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دوه ملي کارکوونکي، چې په هرات ولایت کې د سرپرست حکومت له خوا څه باندې یوخ اونۍ مخکې نیول شوي وو، نن سهار خوشې شول.»

هغه زیاته کړې چې د دواړو کارکوونکو روغتیايي وضعیت ښه دی او د معلوماتو له مخې، پر هغوی لګېدلي تورونه هم بېرته اخیستل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بېلابېلې ادارې د روغتیا، بشري مرستو او نورو برخو کې فعالیت کوي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د نړیوالو بشري مرستو د کمېدو له کبله له جدي ستونزو سره مخامخ شوی او په همدې موده کې له ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغانانو بېرته ستنېدو هم پر هېواد اضافي فشارونه زیات کړي دي.

د یوناما ویاند له افغان چارواکو وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د امتیازاتو او مصونیتونو درناوی وکړي او په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو امنیت او د تګ راتګ ازادي خوندي کړي.