د تاریخ جوړوونکې او دښمن سوزونکې جنازه
نن تهران، د جیوپولیټیکي بدلونونو مرکز او د اسلامي نړۍ تپیدونکی زړه، د معاصر تاریخ د ترټولو ځلانده او ستراتیژیکې جنازې صحنه دی. د ایران میلیونونه خلک د هېواد له بېلابېلو ګوټونو ، له سختې او سوځونکې تودوخې سره سره، د پلازمېنې کوڅې د حضور او بصیرت یو سمندر ګرځولې دي، ترڅو د خپل شهید رهبر، حضرت آیت الله امام خامنهای له سپېڅلي بدن سره وروستۍ بدرګه وکړي.
کله چې یوملت د ترکیبي جګړې او د فقدان د سوځېدونکي غم په اوج کې دومره هوښیارانه او منسجمه صحنې ته راځي، نو نړۍ ته یو روښانه او مخنیوی کوونکی پیغام لېږي: د دې ملت د هویت بنسټ د خپل مشر په شهادت سره نه کمزوری کېږي، بلکې د ادراکي ازموینو په اور کې د نه ننوتونکي فولاد په څېر کلکېږي.
د دې بې نظیرې جنازې د ژوروالي د پوهېدو لپاره، باید د ایران د ملت تاریخي او ستراتیژیک حافظې ته مراجعه وکړو. د ایران معاصر تاریخ له هغو حماسو ډک دی چې غم پکې د بیدارۍ محرکه ځواک ګرځېدلی دی. که موږ د امام خمیني (ره) دسلواغې میاشتې تاریخي هرکلي ، او یا هم دحاج قاسم سلیماني د جنازې د خلکو سیلاب ته پام وکړو، نو پوهېږو چې دا "د چلند نمونه" د ایران د ملت په DNA کې نغښتې ده. خو نن له شهید رهبر سره وداع، د "عاشورايي جذبات" او "ستراتیژیک عقلانیت" یو بې نظیره ترکیب دی. خلک د سختې تودوخې په زغملو سره ښیي چې لکه څنګه چې په تاریخ کې هرکله دښمنانو غوښتل د لویو شاکونو په داخلولو سره د ملت بنسټونه را ونړوي، دې ملت د "اعظیم حضور" له لارې توطیې په هماغه شېبه کې شنډې کړې دي.
د نړۍ او د بشریت په تاریخي کچه، لږ شمېر میلیوني جنازې شوې دي چې د معنوي بار او چاپېریالي شرایطو له نظره له دې حماسې سره سیالي وکړي. د هند د ملت د ماهاتما ګاندي سره وداع او یا هم د جنوبي افریقا د نیلسن ماندیلا د بدرقې مراسم، ټول د هغو ملتونو د خپلو آرماني مشرانو سره د ژورې اړیکې نښې وې. په هر حال، هغه څه چې د نن تهران جنازه د نړۍ په تاریخ کې ځانګړې او بې بدیله کوي، هغه "د ترکیبي - ادراکي او رسنیزې جګړې پیچلي شرایط" او د ۱۲ ورځنۍ او ۴۰ ورځنۍ دوه جګړې دي.
په داسې حال کې چې لویدیځې فکري خونې تل په ایران کې د ټولنیز واټن او نا امیدۍ د القا په لټه کې دي، دې انساني سمندر د دوبي په سوځونکې تودوخه کې دښمن ته ترټولو لویه "ادراکي ماتې" ورکړه او ثابته یې کړه چې د ایران د ملت او د هغه د آرمانونو ترمنځ اړیکه، د مادي او رسنیزو محاسبو څخه بهر ده.
د "ستراتیژیک او ادراکي ژوروالي" له نظره، دا میلیوني حضور د روایتونو په جګړه کې یوه قاطع بریا ده. د هرې توطیې یا فشار وروستی هدف چې پر یوه ملت باندې راوړل کیږي، د "ادراکي درز" رامنځته کول، د نا امیدۍ او بې پامۍخپرول دي. خو دې حماسې وښوده چې د "مشرتابه" مفهوم په ایران کې یوازې یو سیاسي ځای نه دی، بلکې د خلکو په زړونو او ذهنونو کې یو "تمدنيز او معنوي سمبول" دی. د تندی او تودوخې زغمل د زړو او ځوانانو، ښځو او نارینه وو له خوا، د زینبۍ صبر او د نینوا په صحرا کې د دریځ یادونه کوي.
په پای کې، دا تاریخي او بې نظیره جنازه، یوازې یو احساساتي وداع نه ده، بلکې یو "تمدن جوړوونکی مانیفېسټ" او یو بشپړ جیوپولیټیکي پیښه ده. د دې انساني سمندر انځورونه چې له تهران څخه تر مشهد، قم او عراق پورې به غځېږي، اوس په نړۍ کې د مقاومت تاریخ بیا لیکي او ازادو ملتونو او نړیوال مقاومت محاذ ته ښيي چې د استکبار د واکمنۍ پر وړاندې، د سیمه ایزو او دیني باورونو په تکیه سره، مقاومت کېدای شي. دا حماسي وداع په سوځونکې تودوخه کې، دې تلخ خو خوږې حقیقت یادونه کوي چې د انقلاب او مقاومت ونه، یوازې د مشرانو په وینو او د ملتونو په اوښکو اوبه کیږي او په تاریخ کې ژورې ریښې لري. نن ورځ نړۍ د "قوي او نه ماتېدونکي ایران" د څرګندېدو شاهده ده
دا بدرقه، د پای ټکی نه، بلکې د راتلونکو افقونو لپاره د بیدارۍ لمر خاته ده.