جنګ ته د شمالی کوریا په واریدیدا د امریکا اندیښنه او له کی یف څخه د ناټو د ځینو غړونا امیدی
پارس ټوډې - د فنلینډ په وسیله د اوکراینی پوځيانو زده کړې ، د اوکراین په جنګ کې د شمالی کوریا دپوځ د شتون په باب دامریکا اندیښنه، د اوکراین د جنګ له دوام سره د پولینډ مخالفت ، په جنګ کې د روسیې دمرګ ژوبلو او حملو ترټولو وروستۍ احصائې او له اوکراینه د اوږدمهاله ملاتړ تضمین ته د ناټو د ځينو غړو نه ګروهنه ، د اوکراین او روسیې د جنګ تر ټولو وروستي بدلونونه دي .
د فنلینډ دفاع وزیر ؛اوکرایني پوځیانو ته پخپلې خاورې کې ټرینینګ ورکوو.
د فنلینډ دفاع وزیر آنتی هاکانن ووئيل، دغه هیواد د فنلینډ په خاورې کې د اوکراین پوځیانو ته زده کړې ورکوي. له دې مخکې هم انګریز دفاع وزیر ګرانټ شاپس له ټیلګراف ورځپاڼې سره په خبرو کې وئيلی و، دغه هیواد د لومړي ځل لپاره فیصله کوي ،اوکراین ته پوځيانو ولیږي. هغه مدعی شوی چې دغه مځکني پوځیان د جنګ په ډګر کې د اوکراین د پوځيانو د روزنې لپاره کی یف ته لیږل کیږی.د سپوټنیک په ونیا ، د اوکراین د پوځ لپاره دټرینینګ پروګرام چې د نورو لسو هیوادونو په وسیله ئې ملاتړ کیږي،د اوکراین دګمارل شوو شپږویشت زره پنځه سوه څخه زیاتو پوځیانو لپاره ضروري مهارتونه ئې برابر کړي دی.د انګلستان د دفاع وزارت د اعلان په اساس اټکل کیږي ،څو سږکال تر وروستیو پورې ددغې روزنې د پروګرام په چوکاټ کې د اوکراین څه دپاسه دیرش زره پوځیانو ته روزنه ورکړل شي.
د اوکراین په جنګ کې د شمالی کوریا د پوځ د احتمالی شتون په باب د پنټاګان خبرداری
په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د امریکا ددفاع وزارت له ویندوي څخه اوکراین ته د شمالی کوریا د ځواک د لیږد په باب ، په داسې حال کې چې کی یف له روسیې سره په جنګ کې ښکیل دی ، پوښتنه وشوه، نو پټ رایډر ونه وئیل ، جنګ ته د شمالی کوریا د پوځ د واقعي لیږد کومه نښه نشته ،خو ددغه ا حتمالي پرمختګ په باب ئې شمالي کوریا ته خبرداری ورکړ . هغه ووئيل، دا قطعا داسې شی دی چې باید خیال ئې وساتل شي.
په اوکرانی کې جنګ ته د پولینډ نظر
د پولینډ لومړی وزیر ویکټور اوریّن ، د فرانسې له ولسمشر آمانوئل ماکرون سره له کتنې وروسته ووئیل،ما په ډاګه د فرانسې ولسمشر ته ووئيل، چې پولینډ د اوکراین یا روسیې لباره کار نه کوي، بلکې د سولې لپاره کار کوي، پولینډ ددې یا هغه هیوادمخالف نه دی ،پولینډ د جنګ مخالف دی::
د روسیې د مرګ ژوبلو او دحملو بهیر
د روسیې دفاع وزیر د چارشنبې په ورځې په اوکراین کې د روسیې د عملیاتو د بهیر ددوام په باب په یوې اعلامیې کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ووئيل، دخپل تاکتیکی موقعیّت د جنوب کنډک ښه کوي. د اوکراین وسلوال ځواک په دغه چورلیز کې کابو 510 پوځي ځواک ،پوځي تجهیزات او د وسلو درې انبارونه له لاسه ورکړل. د د شمال کنډک په خارکیف سیمې کې په نهو ښارګوټو کې د دښمن تجهیزات او انساني ځواک ټارګټ کړ، په دغه چورلیز کې د کی یف کابو درې سوه پوځي پرسنل له لاسه ورکړل. د روسیې د پوځ لویدیځي کنډک له ګټه ورې مورچې په اختیار کې واخستې . دوې ضده حملې ناکامې شوې او دښمن کابو څلور سوه پوځیان او او دمریکا پولادین توپه له لاسه ورکړه. د مرکز غونډ یونټونو د جنګ په جبهې کې خپل موقعیّت ښه کړ، دښمن کابو څلور سوه پنځه پوځیان او یو برډلي جنګي ګاډی له لاسه ورکړل. .
اروپا اوکراین ته د روسیې 1.5 میلیارډ ډالري پیسې ورکوي.
د اروپائي اتحادئې دبهرنی سیاست مسئول جوزف بورل په یولړ څرګندونو کې ووئيل، چې دروسیې کنګل شوي شتمنۍ څخه یو اعشاریه پنځه میلیارډ ډالر اوکرانی ته د پوځي مرستو لپاره د استفادې په خاطر دغه هیواد لپاره تصویب کړي دي. بورل همدرااز د اروپائي اتحادئې د خارجه وزیرانو له ناستې وروسته وئیلي دي چې اوکراین ته د پوځي مرستو لپاره دغه هیواد ته د روسیې بلاک شوي شتمنیو د ګټې منتقلول تصویب شوي دي. لویدیځي هیوادونو د روسیې کابو درې سوه میلیارډ ډالري شتمنۍ د اوکراین د نښتو په دلیل بلوکه کړي دي چې کابو له هغو ۲۸۰میلیارډ ډالر په اروپائي اتحادئې کې بلوکه شوي ديۍ.
له اوکراین څخه د اوږدمهاله ملاتړ تضمین سره د ناټو د ځینو غړو ناګروهمنتیا
بلومبرګ راپور ورکړی دی،داسې ښکاري، د ناټو ځیني متحدان د مشخصو احصایو وړاندې کولو ته له ژمنتیا ډډه کوي، ځکه له اوکراین څخه د خپلو ملاتړونو واقعي اندازې سره اړونده اطلاعاتو ایشوا کیدا سره هیڅ ګروهنه نه لري. همدرااز د ناټو ځیني غړي هیوادونه وائي، له اوکراین څخه د دوي د ملاتړ اندازه، د جنګ د میدان و ضعیّت ته په پام سره زیاته یا کمیږي . له دې امله د اوکراین د جنګ د ډګر نااټکل شوی وضعیت په دلیل او په راتلونکي کې د کی یف د وسلو د اړتیا د نامشخص کیدا په وجه ، د ناټو ځیني غړي هیوادونه ، له اوکراین څخه د پوځي ملاتړ لباره اوږدمهاله ژمنتیاؤ وړاندې کولو ته تیار نه دي . داپه داسې حال کې دي چې د ناټو موسیسې عمومی منشي ینس سټولتنبرګ له دې مخکې وئيلي وو، دغه پوځي ائيتلاف باید ژمن شي چې په کال کې له کی یف څخه څلویښت میلیارډ یورو ( چې 42.9 میلیارډ ډالر کیږي) پوځي ملاتړ وکړي او ښئ چې تر هر وخته لازمه شي ، د کی یف تر څنګ به ولاړ وي. .