ایران: امریکا باید له سوریې نه په بشپړه توګه ووځي/ له ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه د سرچینو لوټل بس دي
پارس ټوډی- ایران له سوریې نه د امریکايي ځواکونو د بې قید و شرطه وتلو په ضرورت ټینګار وکړ.
امریکا چې له ډیرو کلونو یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په سوریې کښې خپل شتون ساتلی دی، د دغه هیواد د سرچینو لوټلو ته پرله پسې دوام ورکوي
د پارس ټوډی د خبر له مخې په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر او دائمي استازي «امیر سعید ایرواني» د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کښې د سوریې د صلحې او ثبات لپاره له دغه هیواده د امریکايي ځواکونو بشپړه، سمدستي او بې قیدوشرطه وتل ضروري وبلل.
ایرواني وویل: امریکایان له ترهګرۍ سره د مبارزې پرځاې، لاهم د جبهة النصره په شان ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او د سوریې د خلکو تیل او پانګه لوټوي.
دغه ایراني ډیپلماټ زیاته کړه: د امریکې په شان ځیني لویدیځ هیوادونه په سوریې کښې د نښتو د اوږدیدو ذمه وار دي ځکه چې هڅه کوي خپله اراده د دغه هیواد پر خلکو وروتپي.
ایرواني په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې باید د سوریې د حاکمیت، سیاسي، خپلواکۍ، وحدت او ځمکنۍ بشپړتیا خیال وساتل شي، څرګنده کړه: «نړیواله ټولنه دې د سوریې خلک له ترهګرۍ، بهرني نیواک او د غیرقانوني بندیزونو له امله رامینځته شوې اقتصادي ترهګرۍ سره په مقابله کښې یوازې پرې نږدي.
هغه له سوریې نه د ټولو غیرقانوني ځواکونو د وتلو ضرورت ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې ایران د سوریې د واکمنۍ خلاف د اسرائيلو د رژيم دوامداره تیري او د دغه هیواد د ملکي وګړو او مهمو بیخ بیناؤ هدف ګرځول غندي او د سوریې د حالت په سیاسي هواري باندې ژمن دی.
په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او پوخاستازي وویل: د سیاسي بهیر ترڅنګ د سوریې د بیارغونې د اسانولو او په دغه هیواد کښې خپلو اصلي سیمو او کورونو ته د داخلي کډوالو د ستنولو لپاره نړیوالې هلې ځلې باید دوام ولري.