د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې له سیالۍ څخه د دوو نوماندانو وتل
Jun 27, 2024 14:57 Asia/Kabul
د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته دوه نوماندان علیرضا زاکاني او امیرحسین قاضي زاده هاشمي له سیالۍ ووتل.
قاضي زاده هاشمي ویلي چې، د انقلابي ځواکونو د يووالي د ساتلو او د انقلابي ځواکونو د اجماع د عالي شورا او يو شمېر علماوو د غوښتنې په ځواب کې، د دې لارې له دوام څخه وتلی دى.
علیرضا زاکاني هم د یوې بیانیې په صادرولو سره له سعید جلیلي او محمد باقر قالیباف څخه غوښتي چې په یووالي سره د انقلابي ځواکونو غوښتنې، بې ځوابه پرې نه ږدې او د روحاني د درېیم حکومت د رامنځته کېدو مخه ونیسي.
د دغو دوو نوماندانو په وتلو سره سعید جلیلي، محمد باقر قالیباف، مصطفی پورمحمدي او مسعود پزشکیان د ایران د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې لپاره کاندیدان دي.
د ایران د نهم ولسمشر د ټاکلو لپاره د د دې هېواد د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې ټاکنې، د جمعې په ورځ د چنګاښ په آتمه نېټه ترسره کېږي.