په غزې تړانګه کې د فلسطیني ماشومانو ناوړه وضعیت په اړه اندېښنې
Jun 27, 2024 14:51 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق اعلان کړی چې د غزې ماشومان له سختې لوږې سره مخ دي او سمدستي اوربند ته اړتیا لري.
د یونیسف په وینا، د خوراکي توکو، اوبو او طبي وسایلو کمښت، په غزه کې د ماشومانو کړکېچن وضعیت لا پسې خراب کړی دی.
د یادونې وړ ده چې په غزه کې دجګړې له پيل څخه تراوسه پورې، څه دپاسه پنځلس زره فلسطيني ماشومان په شهادت رسېدلي دي .
همدارنګه راپورونه وايي چې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې په دې سیمه کې، یوویشت زره فلسطیني ماشومان ورک شوي دي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش په خپل کلني راپور کې په رسمي توګه، اسرائیل د ماشومانو د حقونو د سرغړوونکو په تور لیست کې شامل کړ.