د یمن او عراق مقاومتی مبارزانو د صهیونیسټي رژیم په ضد بیا ګډعملیات ترسره کړل
د یمن پوځ په یوې اعلامیې کې د صهیونیسټ رژیم د مورچلو اوپوځي مرکزونو پهض د د عراق له اسلامی مقاومت سره په دوو ګډو پوځي عملیاتو کې دبریالیتوب خبر ورکړ.
دیمن المسیره خبری چینل خبری سایټ راپور ورکړی، د یمن د پوځ د بیګانۍ اعلامیې په اساس وئیل شوي دي، د عراق له اسلامی مقاومتي لوري سره په لومړنیو ګډو عملیاتو کې ئې په حیفا کې د یو مهم ټارګټ دتوغندي په شیشت کې راوستی چې دغه عملیات په بشپړ ډول بریالي ترسره شول.
د یمن دپوځ په اعلامیې کې ټينګار شوی دی، د یمن دسمندري ،توغندوي ،او ډرونز یونټ په دوهمو عملیاتو کې د عراق د اسلامی مقاومتي مبارزانو په ملګرتیا سره په سرۀ سمندر کې د SEAJOY کشتۍ په شهپاد ګائيډیډ ماکوګانو او توغندي سره ټارګټ شوه.
په دغه اعلامیې کې دغه راز وئيل شوي دي،د صهیونیسټي دښمکن د مورچلو او ګټو ټارګټ کول به ترهغه مهاله دوام وکړي ترڅو چې صهیونیستي وحشي رژیم د غزې د خلکو په ضد جنګ او جنایتونه درولي نه وي.
په عین حال کې د لبنان حزب ا... غورځنګ هم په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، په لسګونو توغندیو سره ئې د نیواکي فلسطین په شمال کې واقع بیریا صهیونیستي توغندوي هوائي مرکز په لوخړو کې پټ کړی او ډير تاوانونه ئې ورآړولي دي.