په افریقا کې د امریکایی بیولوژیکي وسلو پروګرام افشا کیدا / ایا نړۍ یو ه بله کرونا زغملای شی ؟
پارس ټو ډې - د روسیې د پوځ د اټومي، بیولوژیکي او کیمیاوي دفاعي یونټ قوماندان د افریقا په وچه کې د بیولوژیکي وسلو د جوړولو لپاره د امریکا پلانونه په ډاګه کړل.
د روسیې د پوځ د اټومي، بیولوژیکي او کیمیاوي دفاعي یونټ قوماندان ایګور کیریلوف د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې داسې اسناد شتون لري چې په افریقا کې د امریکا نظامي - بیولوژیکي شتون په چټکۍ سره پراخیږي.
د کریموف په وینا، په ایتوپیا کې د لابراتوار او روزنیز مرکز د جوړولو کار د پنټاګون په مالي مرسته د یوه ګډ پروګرام له مخې پیل شوی دی.
د روسیې د پوځ د اتومي، بیولوژیکي او کیمیاوي دفاعي واحد د قوماندان په وینا، د امریکا د پوځ د ساري ناروغیو انسټیټیوټ کارمندانو هم په 2023 کې په کینیا کې د ښاپیرک اورتوانتاویرس په اړه یوه څیړنه ترسره کړه.
کریموف په دې ډول اقداماتو کې د اوکراین د رول په اړه وویل: اوکراین ته د راډیو اکتیو موادو د واردولو تنظیمي، لوژستیکي او مالي اړخونه د دغه هیواد د ولسمشر د دفتر د رییس په شخصي توګه څارل کیږي.
د غه روسي چارواکي زیاته کړه چې اوکراین ته وارد شوي راډیو اکټیو مواد د روسیې پر ضد د دروغجن بیرغ لاندې عملیاتو کې د یوه کثیف بم د جوړولو لپاره کارول کیدی شي.
د امریکا د بیولوژیکي پوځي ظرفیتونو د دوام په اړه د روسیې خبرداری د سیمې امنیت او نړیوال امنیت ته د جدي خطرونو په پام کې نیولو سره ترسره کیږي. له دې حقیقت سره سره چې امریکا د "بیولوژیکي وسلو کنوانسیون" غړیتوب لري چې په 1972 کې تصویب شوی او له 1975 راهیسې پلي شوی، دا په حقیقت کې د دې غیر انساني وسلو د مختلفو ډولونو په پراختیا کې یو مخکښ ګڼل کیږي.
کلیدي ټکي : امریکا او روسیه، امریکا او افریقا، بیولوژیکي وسلې، په نړۍ کې د ناروغیو خپریدل