Jun 29, 2024 05:08 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې هستوګنو ایرانیانو په ولسمشریزو ټاکنو کښې زوږناک ګډون وکړ

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشریزو انتخاباتو څوارلسم پړاؤ په کابل کښې د ایران په سفارت او په ټول افغانستان کښې کښې د ایران په نورو سیاسي دفترونو کښې پرون د سهار له اتو بجو څخه پيل شو او ایرانیانو په کښې په پراخه توګه ګډون وکړ.

زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې، په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت معین غلامرضا نجاري وویل: د افغانستان په بیلابیلو ښارونو کښې اوسیدونکو ایرانیانو د ایران په سفارت او په قندهار، مزار شریف، هرات او جلال آباد ښارونو کښې په نورو سیاسي نمایندګیو کښې په حاضریدو سره، د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کښې برخه واخیستله او خپلې راې یې وکارولې.

په هرات کښې د ایران سرکنسول محمد صدیقي فر هم وویل چې د افغانستان په لویدیځو سیمو کښې د ایران ولسمشریزې ټاکنې د ایرانیانو په پراخ شتون سره ترسره شوې او هیڅ ډول امنیتي ستونزه رامینځته نه شوه.

هغه زیاته کړه چې په دې لړ کښې د افغانستان د سرپرست حکومت او د هرات د ځايي چارواکو همکاري او غږملتیا ډیره ښه او مناسبه وه.

په جلال آباد کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسول مجید صادقي دولت آبادي هم وویل چې په دغه ښار کښې موجودو ایراني ښاریزو ته په انتخاباتو کښې د ګډون کولو خبر ورکړی شوی و او هغوي هم خپلې راې وکارولې.

 

ټیګونه