-
په ننګرهار اوکونړ ولایتونو کې پنځه تنه د تندر د پریوتو له امله ټپیان شویدي
Oct 13, 2026 13:11د ننګرهار د والي د ویاند دفتر له لورې رسنیو ته په استول شوي خبرپاڼه کې ویل شوي تېره شپه د دې ولایت په پچیر اګام ولسوالۍ کې د سختو اورښتونو له امله پر یوکور تندر لویدلی چې له امله یې دوه تنه ژوبل شوی.
-
نیمروز کې د نشه یې توکو د تولید یوه کارخونه له منځه یوړل شوه
Oct 04, 2026 09:54د نیمروز ولایت امنیه قوماندانۍ په هغه معلوماتو کې چې رسنیو ته یې استولي ویلي، چې د دې ولایت د دلاارام ولسوالۍ په رباط کلي کې یې د نشه یي توکیو د تولید یوه کارخونه په نښه او عملیات یې پرې تر سره کړي دي.
-
رپورټ/ ننګرهار کې به د یوه مجهز او پرمختللي مسلخ د جوړېدو چارې ژر پیل شي
Oct 04, 2026 09:48د دې مسلخ یعنې قصاب خانې د جوړېدو تخنیکي سروې د ایران اسلامي جمهوریت د یوه تخنیکي پلاوي له لوري ترسره شوې ده.
-
رپورټ/ لغمان ولایت کې زرګونو کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوه
Sep 26, 2026 10:05ځایي چارواکي وایي، په ګومارل شویو کسانو کې ډېری هېواد ته راستانه شوي کډوال دي.
-
پاکستان بیلا ځلی پر افغانستان هوایي بریدونه کړي دي
Sep 24, 2026 10:27زمونږ خبریال راپور راکړی دا په تېرو څلور ورځو کې دویم ځل دی، چې د پاکستان پوځي الوتکې د افغانستان په هوایی حریم تیري کولو سره هوایي بریدونه ترسره کوي.
-
د کونړ له خونړۍ زلزلې یو کال وروسته؛ د ډېرو کورنیو لپاره دایمي سرپناه لا هم یوه هيله ده/ غږیز رپورټ
Aug 31, 2026 12:33د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۳۱مه د افغانستان په ختیځ کې ۶ اعشاریه صفر درجې زلزلې د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو ګڼې سیمې ولړزولې، چې تر ټولو دروند زیان یې په کونړ ولایت کې ثبت شوی دی. د زلزلې اصلي اغېز په کونړ کې د نورګل او څوکۍ ولسوالیو او په ننګرهار کې د درهنور ولسوالۍ پر خلکو اوښتی و. د زیانونو ډېره برخه په نورګل ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
-
غزني ولایت کې به سږ کال نږدې دیرش زره ټنه د هندواڼو حاصل تر لاسه شي
Aug 02, 2026 14:18زمونږ خبریال راپور راکړی ځایي چارواکي وایي، سږ د نورو کالو په پرتله د هندواڼو حاصلات ښه شوي وو.
-
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښاري پلان جوړونې او زېربناوو په برخه کې پر پانګونې ټینګار وکړ
Aug 02, 2026 13:17د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) وایي، د ښارونو په پراخېدو سره، دقيقه ښاري پلان جوړونه او په زېربناوو کې پانګونه د سالمو سيمو د رامنځته کولو او د ښاریانو د ژوند د کیفیت د ښه کولو لپاره یوه اړتیا ده.
-
په ننګرهار حوزوي روغتون کې یو روغتیا پال تر زرو زیات دملا او مرۍ عملیات ترسره کړي دي
Jul 09, 2026 05:53د ننګرهار په حوزي روغتون کې د عصبي جراحي ناروغیو متخصص ډاکتر حامد شیر ،چې په همدغه روغتون کې د ځوانو ډاکترانو روزونکی هم دی وائي، په تیریوه کال کې ئې دخپل ټیم په ملتیا دملا او مرۍ خواوشاه یو زرو دوه سوه لوې او واړه عملیات یا آپریشنونه ترسره کړي دي.
-
ننګرهار کې به په نږدې راتلونکې کې د ایران او افغانستان د اقتصادي چارو کارپوهانو ګډه ناسته ترسره شي
May 15, 2026 05:01په جلال اباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سرقنسول مجید رضا پناه د ننګرهار ولایت اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد سره په ګډه ناسته کې وویل، په پام کې ده چې په نږدې راتلونکې کې د ایران د جنوبي خراسان ولایت د اقتصادي چارو کارپوهانو او متخصصینو یوه ستره ډله به ننګرهار ولایت ته سفر وکړي او د ختیځو ولایتونو له سوداګرو او اقتصادي چارو له کارپوهانو سره ګډه ناسته ترسره کړي.