پاکستان بیلا ځلی پر افغانستان هوایي بریدونه کړي دي
زمونږ خبریال راپور راکړی دا په تېرو څلور ورځو کې دویم ځل دی، چې د پاکستان پوځي الوتکې د افغانستان په هوایی حریم تیري کولو سره هوایي بریدونه ترسره کوي.
دا بریدونه تېره شپه د افغانستان په سویل ختیځ خوست او پکتیا ولایتونو او په سویل کې په کندهار ولایت کې ترسره شوي دي.
د خوست ولایت د والي ویاند «مستغفر ګربز» وایي تیره شپه خواوشا درې بجې پاکستاني جټ الوتکو د دې ولایت مرکز ته څیرمه او همدارنګه د ګربزو او اسمعیل خیلو مندوزیو ولسوالیو یو شمیر سیمې په نښه کړي دي.
ګربز ویلي چې په دې بریدونو کې چاته زیان نه دی رسیدلی.
ها خوا امنیتي سرچینو ویلي د پکتیا مرکز ګردیز ته څیرمه په شوي برید کې هم چاته زیان نه دی رسیدلی.
بل پلو رسنیو د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې هم په یوه دښته کې د ترسره شوې حملې پخلی کړی دی.
خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
بل لور ته پاکستاني رسنیو د دغه هیواد د اطلاعاتو او خپرونو وزیر عطا الله تارړ له قوله ویلي چې پاکستان تیره ورځ له افغانستان نه ورغلې نهه ډرون الوتکې د ډیورنډ پولې ته څیرمه تورخم او دغه راز د کوهاټ په سیمه کې موخو ته له رسیدو وړاندې نسکورې کړيدي.
تارړ ویلي چې پاکستان د دې سرغړونو په ځواب کې د سپتمبر پر ۲۳مه د افغانستان په دننه کې پر لسو سیمو هوایي بریدونه تر سره کړل.
هغه ویلي چې په دې بریدونو کې د طالبانو ډرون الوتکو د پورته کیدو اډې او دغه راز پوځي مرکزونه په دقیقه توګه په نښه اوله منځه وړل شویدي.
افغان چارواکو تر اوسه د افغانستان له لورې پر پاکستان د ډرون بریدونو ترسره کیدو او د پاکستان د اطلاعاتواو خپرونو وزیر د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلی.
د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تیره ورځ ویلي وو چې افغان حکومت به د پاکستان هوایي بریدونه بې ځوابه پرې نه ږدي.