د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د باران، تېزو بادونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست ویلي چې، نن د چنګاښ په ۸مه نېټه د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د باران، تېزو بادونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کوي.
د هوا پېژندنې ریاست پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د سالنګونو په ګډون، په پروان، بغلان، کابل، بدخشان، تخار، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، ننګرهار، سمنګان، میدان وردګ، پکتیا، بامیان او لوګر ولایتونو کې د بادونو، باران او سېلابونو احتمال شته.
د خبرپاڼې پر اساس، د باران اندازه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ تر ۳۵ میلي مترو او دغه راز د بادونو د سرعت کچه په بېلابېلو برخو کې په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومتره پورې اټکل شوې ده.
د چهارشنبې په ورځ د باراوانو او ورپسې د سېلابونو د جاري کېدو له امله، د بامیان ولایت په ورس، پنجاب، اول نمبر یکاولنګ او کهمرد ولسوالیو کې لږترلږه ۱۹ تنه مړه او تر پرون ناوخته پورې د ۹ تنو مړ ژوندی نه و موندل شوی.
په بدخشان کې بیا سیلونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.