ایران په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د ایرانیانو د ګډون په وړاندې د کاناډا په خنډاچونو نیوکه وکړه
د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشرۍ د څوارلسم پړاؤ انتخابات پرون جمعه، د جون په ۲۸ نیټه ترسره شول چې د ایران نهم ولسمشر به وټاکي.
د ایران د خارجه وزارت سرپرست وویل: یوازنی هیواد چې د ایران د ډیموکراسۍ په لاره کښې یې ستونزې جوړې کړې، کاناډا وه چې په ډاګه یې په ولسمشریزو انتخاباتو کښې په دغه هیواد کښې د استوګنو لکونو ایرانیانو د ګډون مخه ونیوله.و
د ایرنا په لیکنه، علي باقري کني پرون په خارجه وزارت کښې، له هیواده د بهر لپاره د انتخاباتو په کمیټه کښې په شتون سره وویل: له تعقیبونو سره سره په کاناډا کښې د راې اخیستنې امکان ترلاسه نه شو او د اوټاوا حکومت دا ځل هم د دښمنۍ په یو بل شکل، نړیوالو ته وښودله چې مینځ تشې ادعاګانې یې څومره له رښتیاؤ لرې دي.
باقري کني زیاته کړه: په مختلفو هیوادونو کښې ضروري تابیاوې شوې دي او په نمایندګیو کښې د راې اخیستنې پیل شوی بهیر په ښه توګه روان دی.
د ویلو ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشرۍ د څوارلسم پړاؤ انتخابات پرون جمعه، د جون په ۲۸ نیټه ترسره شول چې د ایران نهم ولسمشر به وټاکي.