Jul 01, 2024 05:17 Asia/Kabul
  • د ایران او ترکمنستان ترمنځ د خوراکي توکو د صنعت په سوداګرۍ کې ۳۵ سلنه زیاتوالی راغلی

د ایران او ترکمنستان د خوراکي صنایعو ترمنځ سوداګري ۳۵ سلنه زیاته شوې ده.

د ایران د سوداګرۍ پراختیا د سازمان د مرکزي آسیا، قفقاز او روسیې د دفتر سرپرست اکبر ګداري د یکشنبې په ورځ د ایران او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ پر زیاتوالي باندې په ټینګار سره، د دې کال په لومړیو دوو میاشتو کې ترکمنستان ته، د کرنیزو محصولاتو او خوراکي صنایعو د سوداګرۍ د زیاتوالي خبر ورکړ.

گداري وویل، د ایران او ترکمنستان د خوراکي صنایعو په برخه کې سوداګرۍ، د پام وړ وده کړې ده. د دواړو هېوادونو د خوراکي صنايعو او کرنيزو محصولاتو سوداګري په ۱۴۰۱ کال کې شاوخوا ۳۹ ميليونه ډالره وه، چې په ۱۴۰۲ کال کې د ۳۵ سلني په زياتوالي سره ۷۴ میليونو ډالرو ته ورسېده.

ګداري د ترکمنستان بازار د ایراني تولیداتو د جلبولو لپاره وړ ځای وباله او زیاته یې کړه چې د ایران په دیارلسم حکومت کې، له ګاونډیانو سره د اقتصادي ډیپلوماسۍ له لارې د بندیزونو د کمولو او د ایراني تولیداتو د صادراتو د زیاتوالي لپاره، د سوداګرۍ پراختیا لومړیتوب وو، چې په همدې موخه له ترکمنستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراخولو لپاره سلا مشورې ګټورې وې او د دې هېواد بازار د صادراتي هدف بازار ورګرځېد.

د ايران د سوداګرۍ پراختيا د سازمان د مرکزي آسيا، قفقاز او روسيې د دفتر سرپرست څرګنده کړه چې له ترکمنستان سره سوداګري په وروستيو کلونو کې ښه وده کړې ده، چې له دې امله په ١٤٠٢ هجري لمريز کال کې له دغه هېواد سره د سوداګرۍ اندازه ٤٤٦ میليونو ډالرو ته رسېدلې ده.

ټیګونه