Jun 28, 2024 06:14 Asia/Kabul
  • د نړۍ په ۹۵ هېوادونو کې د ایران د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدل
    د نړۍ په ۹۵ هېوادونو کې د ایران د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدل

پارس ټوډې - د ایران د اساسي قانون د نګهبان شورا ویاند ویلي چې د ایران د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې ټاکنې به په ۵۹ زره کورنیو څانګو او د نړۍ په ۹۵ هېوادونو کې ترسره شي.

د ایران د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې ټاکنې نن جمعه (د جون په ۲۸مه) د نهم ولسمشر د ټاکلو لپاره ترسره کېږي.

د ایران د اساسي قانون د نګهبان شورا ویاند «هادي طحان‌نظیف » د دې په بیان سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشرۍ ټاکنو قانوني موده لس ساعته ده او د رای ورکولو بهیر نن سهار اته بجې په رسمي توګه پیلېږي، هغه زياته کړه چې د قانون له مخې، دا وخت د غځول کېدو وړ دی او د دې وخت لپاره، دننه او بهر کوم توپير نه لري.

د ایران د اساسي قانون نګهبان شورا د هغو ۸۰ کسانو د دوسیو له څېړلو وروسته چې د ایران د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یې نوم لیکنه کړې وه، په پای کې د ایران د اساسي قانون د ۱۱۵مې مادې له مخې، د ۶ کسانو وړتوب تایید کړ.

په وروستیو ورځو کې له ټاکنیزو کمپاینونو او ټلویزیوني مناظرو وروسته، له دغو ۶ کسانو څخه ۲ یې په ټاکنو کې له ګډون څخه تیر شوي دي.

همدارنګه، د ایران د کلتور او اسلامي لارښود د وزارت د بهرني رسنیو د مشر«علیرضا شیروي» له قوله، تراوسه د جرمني، اتریش، هسپانیې، سویډن، آسټرالیا، فرانسې، امریکا، انګلستان، ایټالیا، د آذربایجان، ترکیې، چین، ډنمارک، روسیې، جاپان، سوریې، عراق، عمان، سویلي کوریا او شمالي کوریا جمهوریتونو په ګډون، د ۳۱ هېوادونو د ایران د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې د ټاکنو د خبري پوښښ غوښتنه کړې ده.

ټیګونه