راې اچونه تر نیمې شپې وغزیده/ په مختلفو ښارونو کښې یې شمیرنه روانه ده
د ایران د ولسمشریزو انتخاباتو په لړ کښې د راې اچونې بهیر چې پرون د سهار له اتو بجو پيل شوی و، بیګا تر دولس بجو وغزیده.
د هیواد په مختلفو ښارونو کښې د ولسمشریزو ټاکنو په لړ کښې د اچول شویو رایو شمیرنه روانه ده او نتایج به هم ورو ورو اعلان شي.
د فارس خبري آژانس په لیکنه، د راې اخیستنې د بهیر پاې ته رسیدو او تیره شپه دولس بجې د راې اخیستنې د مرکزونو د ورونو له بندیدو وروسته، د هیواد په بیلابیلو ښارونو کښې د رایو د شمیرنې بهیر روان دی او ورو ورو به پایلې هم اعلان شي.
د ایران د انتخاباتو د د کمیټې ویاند محمد اسلامي خبریالانو ته ویلي چې د راې اچونې د مرکزونو د رایو نتایج به په تدریج سره اعلان کړي.
هغه وویل چې په مرکزونو کښې د کاندیدانو استازي د شتون اجازه لري او هغوي کوې شي چې د رایو د اخیستو په شان د هغو د شمیرل کیدو تر پاې او د نتایجو تر لیکل کیدو پورې په دغو شعبو کښې شتون ولري.