Jun 27, 2024 14:59 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د مشروع حکومت پر جوړېدو د ویانا غونډې د ګډونوالو ټینګار

د یوه ډیموکراتیک افغانستان لپاره د ویانا د څلورمې ناستې ګډونوالو، د دغې غونډې په وروستۍ اعلامیه کې، په افغانستان کې د خلکو د ارادې پر بنسټ، د یوه مشروع او ډیموکراتیک حکومت پر جوړولو ټینګار کړی دی.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې د يوه ډيموکراتيک او انساني حالت په لاره کې، د افغانانو د هلو ځلو لپاره د ګاونډيو، سيمې او نړۍ د هېوادونو ملاتړ او همکاري اړینه ده.

د دغې غونډې ګډون والو ویلي چې د دوى په اند د افراطيت او تروريزم زیاتېدل، اقتصادي او سياسي بحران، د قانون د حاکميت نشتوالى، د خلکو پراخه کډوالي، د بشري حقونو بحران او د اساسي قانون پر بنسټ د حکومت نشتوالى، د افغانستان د اوسني بحران اصلي عوامل دي، چې کورني او بهرنۍ پایلې هم لري.

دوی همدارنګه د دوحې د راتلونکې غونډې پر ترسره کېدو هم نیوکه کړې او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې په دې برخه کې مسئولانه عمل وکړي.

ټیګونه