خصوصي سیکټر په افغانستان کې د تیلو د تصفیې په برخه کې ۴۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي
په مزارشریف کې د یما پټرولیم شرکت مشر او یوۀ سوداګر سید کریم هاشمی چې د افغانستان په شمال کې د نفتو د تصفیې د یوې کارخانې د جوړولو په کار بوخت دی، وویل: زموږ موخه دا ده چې هېواد به د تېلو او ګازو په برخه کې پر ځان بسیا شي او له حکومته غواړم چې له ملي سوداګرو سره ملګرتیا او ملاتړ وکړي.
زمونږخبیرال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د افغانستان په بلخ ولایت کې د یو شمېر سوداګرو او حکومتي چارواکو ترمینځ په یوه ګډه غونډه کې وویل شول چې خصوصي سکتور په څو پړاوونو کې د هېواد په شمال کې د تیلو د تصفیې د فابریکو د جوړولو او پراختیا لپاره کابو۴۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي.
په راپور کې وئيل شوي دي، په مزارشریف کې د یما پټرولیم شرکت مشر او یوۀ سوداګر سید کریم هاشمی چې د افغانستان په شمال کې د نفتو د تصفیې د یوې کارخانې د جوړولو په کار بوخت دی، وویل: زموږ موخه دا ده چې هېواد به د تېلو او ګازو په برخه کې پر ځان بسیا شي او له حکومته غواړم چې له ملي سوداګرو سره ملګرتیا او ملاتړ وکړي.
هغه زیاته کړه،د کارموندنې رامینځته کول او د کورني بازار اړتیاوې پوره کول په هیواد کې د نفتو او ګازو د تولید شرکتونو د ونډې یو هدف دی او دا ډول لوي نوښتونه ډیر ظرفیت او د سوداګرو ونډې ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه: موږ له سوداګرو غواړو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي ځکه چې د پانګونې شرایط چمتو دي."
په همدې حال کې د شمال د نفتو او ګازو د اتحاديې مشر عبدالمومن ضيايي او د هېواد په شمال کې د نفتو او ګازو د تصفيې د فابريکو د جوړولو او فعاليت په برخه کې يو سوداګر وايي چې د اوسنيو تصفيه کوونکو ظرفيت له ٤٣٠٠ ټنو څخه زيات دى. هره ورځ د امو دریا د نفتو له ساحې څخه د تیلو استخراج نږدې 1,100 ټنه دی.
د یادولو وړ ده چې د نفتو او ګازو د تولید او تصفیې په برخه کې د شرکتونو د پانګونې په زیاتیدو سره به ۲۰۰۰ کسانو ته د کار روزګار زمینه برابره شي.