له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د کابل پر نه همکارۍ د پاکستان د دفاع وزیر نیوکه
د پاکستان د دفاع وزیر ویلي چې، هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې، له افغانستانه اغېزمنه همکاري نه ده ترلاسه کړې.
خواجه محمد آصف، د پياوړي عزم په نوم د نويو پوځي عملياتو د ترسره کولو په اړه د دغه هېواد د حکومت د وروستۍ پرېکړې په تړاو ویلي، چې د ترهګرۍ ستونزې، له افغانستان سره زموږ اړيکې سختې اغېزمنې کړې دي.
د پاکستان د دفاع وزیر ادعا کړې چې د افغانستان سرپرست حکومت په ګډو پولو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې کافي اقدامات نه دي کړي.
نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان سرپرست حکومت د پاکستان د تحریک طالبان ډلې، ترهګریز اقدامات له پامه غورځولي دي.
په ورته وخت کې هغه له ایران سره د دغه هېواد د ترهګرۍ ضد همکاریو ته په اشارې سره ویلي، چې موږ د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې د تهران ملاتړ له ځان سره لرو.
ټاکل شوې د پاکستان پوځي عملیات په دوو صوبو خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې پلي شي. د دې عملیاتو موخه، په پاکستان کې له ترهګرۍ او افراطیت سره په اغېزمنه توګه مبارزه ده.