Jun 28, 2024 14:15 Asia/Kabul
  • د امریکا او انګلستان تیریګرو جنګی الوتکو د یمن په جنوب بیا حملې وکړې

د یمن المسیره ټیلیويژنی چینل راپور  ورکړ، د امریکا او بریتانیا تیریګرو جنګی الوتکو نن سهار وختي دیمن په جنوب کې په تعز ولایت  حملې کړي دي.

د یمن پوځ  د ۲۹۲۳کال د نومبر له میاشت راهسې په سرۀسمندر او عرب سمندر کې له صهیونیستي رژیم سره اړونده په تجارتي  او نورو بار وړونکو کشتیو باندې په لسګنو توغندوي او ډرونز حملې کړي دي.

د یمن پوځ په غزې تړانګې د ا سرائیلو د وحشي رژيم دبمباریو او حملو په سختیدا پسې هیڅ یوې اسرائيلي او  هغو کشتیو ته  چې د نیواکي فلسطین په لور  تګ راتګ کوي،له سرۀسمندره او باب المندبه دتیریدا اجازت نه ورکوي.

په مقابل کې  واشنګټن په سرۀسمندر او عرب سمندر کې د کشتی چلونې څخه د ملاتړ په ادعا سره  تش په نامه  نړیوال سمندري ائيتلاف جوړ کړ،خو د رسندویود راپور په اساس، دغه ائیتلاف عملا  د یمن دا نصار ا...  ولسی غورځنګ د مبارزانو  دحملو په مقابل کې  ماتې خوړلې ده.

امریکا او ددغه هیواد متحدانو له دې مخکې هم  دیمن په ځینو سیمو حملې کړې وې، خود یمن پوځ  ددغو حملو په ځواب کې په سرۀ سمندر او عرب سمندر کې د امریکا او انګریزانو تجارتي کشتۍ  دډرونز او توغندیو په شیشت کې راوستې او په لسګونو حملو کې ئې ورڅخه لوخړې پورته کړي دي.

 

ټیګونه