Jun 28, 2024 13:58 Asia/Kabul
  • په ایران کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په پرتم سره ترسره کیدا

د ایران د اسلامی جمهوریت د نوی ولسمشر د ټاکلو لپاره د انتخاباتو څوارلسم پړاؤ نن سهار اته بجې په درست ایران کې او د نړۍ په 95  هیوادونو کې پیل شوي او بې له ځنډه به تر شپږو بجو پورې دوام ولري.

 په ایران کې د انتخاباتو په دغه پړاؤ کې د راي اچونې د شرائطو د لرونکو کسانو شمیر ۶۱میلیون څلور لکه ۵۲زره  او ۳۲۱ تنه  اعلان شوی دی. د ایران د اسلامی جمهوریت د  ولسمشر ۍ د انتخاباتو د ترسره کیدا قانوني وخت تر لسو ساعتونو پورې دی چې  نن سهار په رسمي توګه   اته بجې پیل شوی او د قانون په اساس دغه وخت د تمدیدیدا وړ هم دی.

د ایران د ولسمشرۍ دانتخاباتو  په څوارلسم پړاؤ کې  شپږکاندیدان د مختلفو سیاسی  لورو او ډلو ټپلو  څخه دي  چې پر ډول ډول انټرنیټي تبلیغاتو او غونډو سربیره  په پنځو ټيلیویژني مناظرو کې ئې  خپل پروګرامونه  ولس ته ورمعرفی کړل،د کمپاین په وروستۍ ورځ د ایران د ولسمشرۍ  د  وارمخکې انتخاباتو  له کاندیدانو د دوو کاندیدانو  په څنګةکیدا سره څلور کاندیدان یعني  محمد باقر قالیباف ، سعید جلیلی، مسعود پزشکیان او سلطان پورمحمدي  څلور کاندیدان پاتې دي چې پخپلو کې نن سره سیالي کوي.

د ایران د اسلامی جمهوریت دوخت ولسمشر ابراهیم ریسي  د مئ په نولسمه نیټه  د ایران په شمال لویدیځ کې دیوې عمراني پروژې د افتتاح له دستورو دبیرته ستنیدا په  لاره کې  د  چورکلې د  نسکوریدا په پیښې کې سره د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان او څو نورو کسانو  شهید شو . په همدې دلیل  د اساسی قانون د 131 او 132 مادې په اساس ، د ولسمشر مرستیال (محمد مخبر)د اسلامی انقلاب  دستر لارښود په فرمان سره د ولسمشرۍ سرپرست او د مجریه قوې مدیر منصوب او مامور شو څو  د مقننه او قضیایه قوې دمشرانو په ملګرتیا سره دې  وارمخکې انتخابات نهایتا په 50 ورځو کې ترسره کړي.

Image Caption

 

د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آ یت ا... العظمی سید علی خامنه اي  دتیرو پړاؤنو په څیر  د ولسمشرۍ د انتخاباتو دڅوارلسم پړاؤ د رایو اخستنې په هماغه لومړنیو شیبو کې نن  خپله رایه صندوق ته واچوله. دوي  پخپلو لنډو شان څرګندونو کې ټينګار وکړ، چې  د اسلامی  جمهوری نظام د  صحت او صداقت  د اثبات لپاره  د ولس شتون او ګډون  لازم او واجب دی.

دوی همدرااز په انتخاباتو کې د ولس د شتو په وسیله د ایران د اسلامی ج مهوریت ټينګتیا ته په اشارې سره  ټينګار وکړ،  چې  د ایران ولس دې په دغه مهم سیاسی امتحان کې دشتون او د راي ورکونې موضوع  جدي وګڼي . حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  په انتخاباتو :ې د خلکو ولولناک شتون  د اسلامی جمهوری نظام لپاره یوه چورلټه اړتیا وبلله او وې وئیل،  د ایران اسلامی جمهوریت  له نامې ئې مشخثصه ده ،په متن کې ئې د ولس د شتون لحاظ شوی دی پر دې اساس په دنیا کې د ایران د اسلامی جمهوری نظام  عزت او ابرو د  ولس له شتون سره اړونده دی.  د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په تعبیر سره ، د پراخو او ولولناکو،سالمو  له امنیت سره یو ځاي  او له شوق  او ځوږه  د  ډکو  انتخاباتو ترسره کیدا، د اسلامی جمهوری نظام او انقلاب  لپاره یوه زیرمه ده چې  هیواد ته به ډير خوندیتوب ډالۍ کړي .  ددغې لیدتوګې په اساس ،په ایران کې د ولسمشر ۍ  انتخاباتو ترسره کیدا، ددینی ولسواکۍ یو عیني ورائښت دی او  خلک پخپل کلک هوډ او ارادې سره  د رایو د اخستو په مرکزونو کې په شتون سره ، د  راتلونکو څلورو کلونو لپاره  خپل ولسمشر  ټاکي. ولسمشر د ایران د اسلامی جمهوریت د اساسی قانون په اساس  د رهبرۍ له ستر مقاومه وروسته  په هیواد کې دوهم اغیزشیندونکی شخصیّت حسابیږي او په همدې دلیل، ددغو انتخاباتو د ترسره کیدا اهمیّت ، د  اسلامی شورا، د رهبرۍ د خبرګانو د شورا او د ښارونو اوکلو د شوراګانو د انتخاباتو  سره په پرتله کې له هیچا پټ نه دی.  په همدې لړ کې  د  د مجریّه قوې  د مشر مهمو مسئولیّتونو ته په پام سره  د یوه کارنده او توانمند ولسمشر ټاکلو ته د  هیواد  له امکاناتو څخه سسټماټيکه  استفاده  ایجابوي څو  د هیواد د پرمختګ لپاره موجوده ظرفیّتونه په ترټولو لوړه سویه وکارول شي. په حقیقت کې  د خلکو مختلفې پرګنې او وګړي ، په یوه سنجیده  انتخاب سره  ددغه ملی هدف له پوره کیدا سره مرسته کولی او د هیواد په لوړاوي کې  لوي ګام پورته کولی شي. له دې امله د انتخاباتو  هردوادړه  لوري ، یعني ولس او کاندیدان چې د راي ورکونکو  په وړاندې ټاکنو ته وړاندې شوي دي،په دې زمینې کې رول لري  او اغیزشیندونکي دي.په ایران کې د ډيرو انتخاباتو د ترسره کیدا تجروبه هم ښئ چې  هر وخت د انتخاباتو ولوله او پرتم  لارابرسیره وي ، نو سیاسی ،اجتماعي او اقتصادي اغیزې ئې هم لازیاتې وي  او دایران ملت په کرتو  ښودلې ده چې په  پوهې ، بصیرت  او په ښه انتخاب سره ئې  د پرمختګ په لور ګام پورته کړی دی.

له دې امله وړاندیز کیږي ، چې  د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ  دانتخاباتو څواررلسم پړاؤ  د ولس له پراخ هرکلی سره مخ شي او نظر سجنئ هم  درایو  په مرکزونو کې د شرائط لرونکو  کسانو د پراخ او ولولناک ګډون ښودنه کوي.

Image Caption
Image Caption

 

ټیګونه