ملګروملتونو د طالبانو د مشرانو د نیولو د حکم ملاتړ کړی
(last modified Sat, 12 Jul 2025 11:25:42 GMT )
Jul 12, 2025 15:55 Asia/Kabul
  • ملګروملتونو د طالبانو د مشرانو د نیولو د حکم ملاتړ کړی

زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د نړیوالې جنايي محکمې له خوا د طالبانو د مشرانو د نیولو د حکم صادرېدو هرکلی کړی دی.

دغو کارپوهانو پرون په  خپله اېکس پاڼه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې دا اقدام له سزاګانو د خونديتوب پر وړاندې د مبارزې په لاره کې یو ګام ګڼل کېږي.

په اعلامیه کې راغلي: «دا حکم د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د هغو ښځو او نجونو لپاره د عدالت د ټينګښت په لاره کې یو مهم ګام دی چې نږدې څلور کاله یې بنسټيزه شوې جنسیتي ځورونه زغملې ده.»

کارپوهانو ټینګار کړی چې د هیګ نړیواله جنايي محکمه د نړیوالې ځواب ورکړی په نظام کې مهم رول لري او د ټولو هېوادونو له خوا يې بايد د اقداماتو ملاتړ وشي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې دا احکام هغو هېوادونو ته یو خبرداری دی چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو په لټه کې دي او هغه رژیم ته مشروعیت ورکوي چې د ټولنې د نیمايي وګړو له حقونو انکار کوي.

نړیوالې جنايي محکمې تېره اوونۍ د بشريت پر ضد د جنایتونو له امله د طالبانو د مشر هیبت الله آخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د مشر  عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړ.

طالبانو د دې اقدام په غبرګون کې ویلي چې نړیواله جنايي محکمه په رسمیت نه پېژني.