د مقاومت پټ ښار؛ هغه راز چې اسراییل یې حیران کړی دی
(last modified Sun, 13 Jul 2025 08:06:09 GMT )
Jul 13, 2025 12:36 Asia/Kabul
  • د مقاومت پټ ښار؛ هغه راز چې اسراییل یې حیران کړی دی

پارس ټوډې - یو ه صهیونیسټ شنونکي په غزه کې د مقاومت ځواکونو د تونلونو د ظرفیت په اړه حیرانتیا څرګنده کړه.

د غزې له جګړې شاوخوا دوه کاله تیریدو سره سره، صهیونیسټان لاهم د هغه خطر له امله حیران دي چې د مقاومت ځواکونو تونلونه دوی ته رامینځته کولی شي. د حماس د تونلونو پراخه شبکه، چې په "ځمکې لاندې ښار" بدله شوې، نه یوازې یوه پوځي ننګونه ده، بلکې د رژیم لپاره یوه ستراتیژیکه معما هم ده. سیاسي شنونکي په دې باور دي چې اسراییل نه یوازې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ "حماس" د له منځه وړلو په اړه د خپلو ادعاوو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی، بلکې اوس له  ډیر منظم او پیچلي مقاومت سره مخ شوی دی. د اسراییلي رسنیو په وینا، د دې تونلونو د جوړولو لپاره د حماس د وړتیا په وړاندې، صهیونیسټ پوځ حتی نشي کولی خپل ځواکونه د مقاومت ځواکونو له اور پټ کړي او په نالوکې پناه اخلي. مخکې له دې، د عبراني چینل ۱۴ خبریال هلل بیتون یو عکس خپور کړ چې پکې اسراییلي عسکر ښودل شوي چې د یو شمیر راکټونو له توغولو وروسته د خپل ژوند له ویرې په یوه ناله  کې پټ شوي دي.

د صهیونیسټ ورځپاڼې یدیعوت احرونوت لپاره د پوځي شنونکي یوسي یهوشع، د غزې په تړانګه کې د مقاومت ځواکونو د تونلونو په تشریح کې لیکلي: په ځمکه کې، تاسو کولی شئ د سترګو په رپ کې سمندر ته ورسیږئ، خو ستاسو د پښو لاندې یو بل بشپړ ښار دی.

یهوشع زیاته کړه: د غزې تړانګې لاندې رامینځته شوی زیربنا یوازې د آرام په کوټې سره پای ته نه رسیږي چې تجهیزات یې له هټۍ اخیستل شوي وي ترڅو په اسانۍ سره ویجاړ شي، بلکې د ویجاړولو لپاره یی  منظم او مسلکي اقداماتو ته اړتیا لرو.

له بلې خوا، د اسراییلو د ریزرف ځواکونو جنرال " اسحاق بریک" وویل چې د رژیم د پوځ مشر "ایال زمیر" اسراییلیانو ته دروغ وایي او پوهیږي چې د پوځي فشار له لارې حماس ته ماتې ورکول او د بندیانو بیرته راستنیدل ممکن ندي. هغه وویل چې حماس ته ماتې ورکول ناممکن دي ځکه چې دې ډلې خپل اصلي ځواک بیرته ترلاسه کړی دی.

"ګی بلیګ"، یو بل صهیونیسټ شنونکی، هم د اسراییلو رژیم   د۱۲ چینل  ټیلی ویژن کې په یوه بحث کې وویل: د جنوري په ۲۴مه، شاوخوا یو نیم کال دمخه، زه دلته په سټوډیو کې ناست وم او د "وال سټریټ ژورنال" په حواله، ما وویل: د امریکا د استخباراتي خدماتو د تیوري له مخې، د اسراییلو پوځ یوازې د حماس د تونلونو ۳۰ سلنه ویجاړولو توان درلود. هغه ټینګار وکړ: په هغه وخت کې، په سټوډیو کې پاتې لیدونکو په ما برید وکړ، او حتی یوه  مشهور مجری  په خپله  پاڼه کې  زه تورن کړ م چې ما غلط معلومات خپاره کړي دي.

بلیک زیاته کړه: له هغې وروسته، بنیامین نتانیاهو، د هغه وخت صدراعظم، ادعا وکړه چې مونږ له  یوې پرېکنده بریا څخه یو ګام لرې یو، اوس له هغې نیټې یو نیم کال تیر شوی، او مونږ لاهم په دې سټوډیو کې ناست یو، پداسې حال کې چې امیت سیګل، یوه  مشهور مجری  او کار پوه ، څو اونۍ وړاندې اعلان وکړ چې د اسراییلو پوځ حتی د حماس د تونلونو ۲۵ سلنه ویجاړولو توان نه لري!

دې صهیونیسټ شنونکي یادونه وکړه: په لنډه توګه، زه باید ووایم چې موږ باید دا ومنو چې موږ به د حماس پاتې تونلونه ویجاړ نه کړو، او موږ به د حماس ټول خلک له منځه یو نه وړی شو .