اردوغان: ملګري ملتونه د نړیوالې سولې په ساتنه کې پاتې راغلي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i178648-اردوغان_ملګري_ملتونه_د_نړیوالې_سولې_په_ساتنه_کې_پاتې_راغلي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، ملګري ملتونه د نړیوالې سولې او امنیت د ساتنې په خپل اساسي ماموریت کې پاتې راغلي دي.
(last modified 2026-09-23T11:11:53+00:00 )
Sep 23, 2026 15:40 Asia/Kabul
  • اردوغان: ملګري ملتونه د نړیوالې سولې په ساتنه کې پاتې راغلي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، ملګري ملتونه د نړیوالې سولې او امنیت د ساتنې په خپل اساسي ماموریت کې پاتې راغلي دي.

اردوغان د دغه سازمان د جوړېدو ۸۱مې کلیزې ته په اشاره ویلي، ملګري ملتونه د نړیوالې سولې او امنیت د ساتنې لپاره جوړ شوی وو، خو اوس د دې مسوولیت په ترسره کولو کې پاتې راغلي دي.

هغه ویلي، د ملګرو ملتونو د ناکامۍ د لیدلو لپاره یوازې تېرو ۱۲ میاشتو ته کتل بسنه کوي؛ هغه موده چې د اردوغان په وینا، په سلګونو زره کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ترکیې ولسمشر دا موده په تېرو ۳۰ کلونو کې له تر ټولو خونړیو دورو څخه بللې او ویلي یې دي چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له ۶۰ ډېرې شخړې او جګړې روانې دي.

اردوغان غزه، اوکراین، ایران او لبنان د روانو کړکېچونو له مهمو سیمو څخه یاد کړي دي.

هغه زیاته کړې چې په فلسطین، لبنان، سوډان او نورو کړکېچنو سیمو کې هغه کسان چې له ملګرو ملتونو یې هیله لرله، «په ژوره توګه ناهیلي» شوي دي.

اردوغان په ځانګړي ډول د فلسطینیانو وضعیت ته په اشارې ویلي چې د غزې او لوېدیځې غاړې د خلکو پر وړاندې روانه بې‌عدالتي «د بشریت وجدان په ژوره توګه ټپي کوي».