د میناب زده‌کوونکو امریکايي زده‌کوونکو ته لیک واستاوه + ویډیو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i178626-د_میناب_زده_کوونکو_امریکايي_زده_کوونکو_ته_لیک_واستاوه_ویډیو
د ایران د هرمزګان ولایت د میناب ښار یوه زده‌کوونکي د نوي ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې امریکايي زده‌کوونکو ته د سولې او د ښوونځیو د خوندیتوب په اړه یو لیک ولوست.
(last modified 2026-09-23T10:50:58+00:00 )
Sep 23, 2026 15:05 Asia/Kabul

د ایران د هرمزګان ولایت د میناب ښار یوه زده‌کوونکي د نوي ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې امریکايي زده‌کوونکو ته د سولې او د ښوونځیو د خوندیتوب په اړه یو لیک ولوست.

د نوي ښوونیز کال د پیل مراسم د میناب ښار د «شجره طیبه» ښوونځي کې ترسره شول او یوه زده‌کوونکي د ټولو مینابي زده‌کوونکو په استازیتوب دغه لیک په انګلیسي ژبه ولوست.

په لیک کې امریکايي زده‌کوونکو ته ویل شوي چې ټول زده‌کوونکي د ښوونځي د لومړۍ ورځې احساس پېژني؛ نوی کتابچه، د نویو پاڼو بوی او له ملګرو سره بیا لیدل.

په لیک کې راغلي چې د تېر کال د کب په نهمه، د میناب د شجره طیبه لومړنی ښوونځی چې له ماشومانو ډک و، د یوه پوځي برید هدف وګرځېد.

د لیک له مخې، له ۱۲۰ ډېر ماشومان خپلو کورونو ته بېرته ستانه نه شول او په ټولیز ډول، په ایران کې د وروستیو دوو جګړو پر مهال ۲۷۷ زده‌کوونکو ونه شوای کولای خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.

په لیک کې پوښتنه شوې چې ایا ښوونځی باید تل د ماشومانو لپاره خوندي ځای نه وي؟

د میناب زده‌کوونکو ټینګار کړی چې ماشومان باید په جګړه کې هېڅکله هدف ونه ګرځي او پر ښوونځي برید «ستراتیژي نه، بلکې جنایت» دی.