نابرابره سمارټ جنګ؛ ایران او یمن څنګه د لوبې قواعد بدلوي؟
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i178616-نابرابره_سمارټ_جنګ_ایران_او_یمن_څنګه_د_لوبې_قواعد_بدلوي
پارس ټوډې ــ د صهیونیستي رژیم یوه د سایبري  چارو یو لوړپوړي چارواکي د ایران او یمن له خوا د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو  باندې د هغوی په وړتیاوو  اعتراف کړی دی.
(last modified 2026-09-23T09:03:20+00:00 )
Sep 23, 2026 13:30 Asia/Kabul
  • د صهیونیستي رژیم د «چک پواینټ» د سایبري څانګې مشر ګیل مسینګ،
    د صهیونیستي رژیم د «چک پواینټ» د سایبري څانګې مشر ګیل مسینګ،

پارس ټوډې ــ د صهیونیستي رژیم یوه د سایبري  چارو یو لوړپوړي چارواکي د ایران او یمن له خوا د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو  باندې د هغوی په وړتیاوو  اعتراف کړی دی.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د صهیونیسټي رژیم د «چک پواینټ» شرکت د سایبري څانګې مشر ګیل مسینګ د  اسرائیلو په  ۱۲ خبری چینل  کې  د خپلو په پام وړ څرګندونو کې وویل:ایرانیان او یمن وال  هم د توغندیو په جوړولو او هم د هغو  د اړوندو ازموینو په ترسره کولو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه کار اخلي؛ دا هغه څه نه دي چې ټاکل شوي وي “یوه ورځ” یا “کېدلی شي”   پیښ شي، بلکې دا هغه  قضیې دي چې همدا اوس او زموږ د سترګو په وړاندې، په ټولو جبهو کې رامنځته کېږي...

د  چک پواینټ  شرکت د سایبري څانګې د مشر ګیل مسینګ څرګندونې په اسرائیلي ۱۲ چینل کې یوازې د راتلونکي په اړه یو خبرداری نه دی، بلکې د هغه واقعیت تشریح ده چې همدا اوس د سیمې  د جنګونو په  ډګرونو کې رامنځته کېږي.

د هغه ټینګار چې ایرانیان او یمن وال همدا اوس او زموږ د سترګو په وړاندې» د توغندیو په پراختیا او ازموینې کې له مصنوعي ځیرکتیا (اې آئي)څخه کار اخلي، د سیمې د وسلو او پوځي نظرئې  په ماهیت کې د یوه بنسټیز بدلون ښکارندو ي کوي.

دغه  بدلون باید په یوه پراخ چوکاټ کې وڅېړل شي؛ یعنې له دودیزو وسلو څخه هغو سیسټمونو ته د تېرېدو په توګه چې په  اټومټیک ډول  پرېکړې کوي، خپله لاره اصلاح کوي او حتی په پېچلو الیکټرانیکي چاپېریالونو کې هم خپل فعالیت ساتي.

 د ایران په اړه، په هوافضايي صنعتونو کې د مصنوعي ځیرکتیا ادغام له ازمیښتي پړاوه تېر شوی او عملیاتي پړاو ته رسېدلی دی.

د ایران پوځي چارواکو په څرګنده توګه په پوځي تمرینونو او حقیقي  عملیاتو کې د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سمبالو توغندیو د کارولو خبر ورکړی دی.

د دې یو  څرګند مثال  «فتاح» توغندي او «آرش-۲» بې‌پیلوټه الوتکې دي چې د ایران د پوځ د ویاند په وینا، د امریکايي اډو پر ضد په وروستیو عملیاتو کې د مصنوعي ځیرکتیا له وړتیاوو سره کارول شوي دي.

په همدې لړ کې، شاهد-۱۳۶ بې‌پیلوټه الوتکې هم د  انویدیا شرکت د «جټسون» د انځور پروسس کولو په ماجول سره سنبال  شوې دي. دغه سیستم د الوتنې په وروستي پړاو کې د هدفونو د بصري او اتومات پېژندنې او په نښه کولو امکان برابروي او د GPS په سیګنلونو ، چې د  الیکټرانیکي جنګ پر وړاندې زیان‌من دي، تکیه کول  کموي.

د فتاح هایپرسونیک توغندي هم په مصنوعي ځیرکتیا سمبال سیسټمونه لري چې  د الوتنې په مینځ کې، په داسې حال کې چې سپيډ ئې نږدې پنځه ماخه وي، خپله لاره اصلاح کولی شي. دغه وړتیا په ځانګړي ډول د توغندیزو دفاعي سیستمونو د طبقو د ماتولو لپاره پلان شوې ده.

دغه بدلونونه ښئي چې ایران د «سمارټ نابرابر جنګ » د یوې نظرئې یا دکترین د پراختیا په حال کې دی؛ په دې دکترین کې ارزانه خو دقیق سیسټمونه د دې پر ځای چې د سیال له ټیکنالوجیک برلاسي سره مستقیمه سیالي وکړي، د هغه لپاره د دفاعي لګښتونو کچه تر زغملو حده  لوړه وي

 په یمن کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارولو یو بل ډول لیدل کېږي چې د ایران په خلاف، پر سوداګریزو وسایلو او لویو ژبنیو ماډلونو ولاړ دی.

د «انتروپیک» شرکت یو راپور ښئي چې د یمن د پوځ متخصصانو د وسلو د لارښوونې او د بیړیو  د سافټ ویرونو د پراختیا لپاره د «کلود» په نوم له مصنوعي ځیرکتیا ماډل څخه کار اخیستی دی.

په دغو وسلو کې څو پړاویزه بالسټیک توغندي شامل وو چې له ۲۰۰۰ کیلومترو څخه د زیات واټن وړتیا لري، او همدارنګه هایپرسونیک ګلایډرونه.

د دغه شرکت په ادعا، دغو متخصصانو د شرکت د امنیتي تدابیرو د تېر ایستلو لپاره د خپلې پروژې اصلي هدف پټ کړی و او د کار بهیر یې په څو جلا غونډو وېشلی و؛ هغه طریقه چې د الگوریتمي څارنې په اړه د هغوی د ستراتیژیک پوهاوي ښکارندویي کوي

که څه هم «انتروپیک» ادعا کړې چې دغه هڅې د یوه عملیاتي وسلې د تولید لامل نه شوې او د یوه ګائيډيډ راکټ ازموینه هم ناکامه شوه، خو د دې پروژې د عاملانو بېرته «کلود» ته ستنېدل، د ناکامۍ د علت د څېړلو لپاره، پخپله د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د وسلو د پراختیا په برخې کې د زده‌کړې او اصلاح د یوه نوي دورې د رامنځته کېدو څرګندونه کوي.

دغه ښکارنده ښئي چې غیردولتي لوبغاړي هغو وړتیاوو ته لاسرسی پیدا کوي چې مخکې یوازې د پرمختللو دولتونو په انحصار کې وې، او په دې توګه د بهرنیو ملاتړو پر وړاندې د هغوی تیکه کول  کمېږي.

داسې ښکاري چې د اسرائیلو د سایبري چارو د لوړپوړي چارواکي له خوا د ایران او یمن د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې اعتراف یوازې یو استخباراتي راپور نه دی؛ بلکې د هغې دورې د پیل نښه ده چې په کې مصنوعي ځیرکتیا د «قدرت د زیاتولو د یوه عامل» په توګه د بېلابېلو لوبغاړو لاسرسي ته ورغلې او د سیمې امنیتي معادلې یې په بنسټیز ډول د بدلون په حال کې دي.