د فلسطینیانو پرضد د سرزور ښارګي میشتو جنایتونه جنګي جنایت دی
(last modified Sun, 13 Jul 2025 01:03:36 GMT )
Jul 13, 2025 05:33 Asia/Kabul
  • د فلسطینیانو پرضد د سرزور ښارګي میشتو جنایتونه جنګي جنایت دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم پخواني لومړي وزیر ایهود اولمرت په یوې بې مخینې وینا کښې په سرزورو ښارګي میشته ډلو باندې سختې نیوکې سره وویل چې د غونډیو د ځوانانو اقدامات جنګي جنایت دی.

ایهود اولمرت د اسرائیلو له دیارلسم ټيلي ويژن سره په مرکه کښې ډاګینه کړه د غونډیو ځوانان هره ورځ په لویدیځه غاړه کښې فلسطینیان وژني او هغوې جنګي جنایتونه ترسره کوي.

هغه دغه راز د رسمي روایت په ردولو سره چې دغه ډلې په اقلیت کښې دي وویل دغه ادعا چې دوې اقلیت دي دروغ ده هغوې تړون لري په بله بڼه کښې یې د دغو اقداماتو د ترسره کولو توان  نه درلود.

د غونډیو د ځوانانو ټکی د صهیونیسټ رژیم هغو سرزورو ځوانانو او زلمیو ته کارول کیږي کوم چې معمولا د لویدیځې غاړې په لیرو پرتو سیمو کښې او په غونډیو باندې  کورونه جوړوي یا خیمې لګوي چې وروسته په غیر قانوني ښارګیو باندې بدلیږي.